Homeسپورتبازمحمد مبارز نن په لومړي ځل موی‌تای سیالیو کې لوبېږي

بازمحمد مبارز نن په لومړي ځل موی‌تای سیالیو کې لوبېږي

تاند/ دوشنبه د وږي – سنبلې ۲مه/ د ازادو سیالیو اتل بازمحمد مبارز نن(دوشنبه، د اګسټ ۲۵مه) د لومړي ځل لپاره په تایلینډ کې د موی‌تای مسلکي سیالۍ کې برخه اخلي.

«بازمحمد مبارز» د نن په موی‌تای مسلکي سیالۍ کې بحریني لوبغاړي «مصطفی» سره مخامخ کېږي.

دا سیالي به د تایلینډ په پوکیټ کې ترسره شي.

د سیالیو تنظیمونکی سازمان وایي، لوبه به په ۳-۳ دقیقه یي پړاوونو کې په رینګ کې ترسره شي.

د باز محمد مبارز بحریني سیال مصطفی په اصل کې د ایران هېواد دی او د موی‌تای په برخه کې لوبېږي.

مبارز ویلي، ام‌ام‌اې سازمان د رزمي لوبو ترکیب دی چې پکې موی‌تای هم مهم رول لوبوي، او هغه پرېکړه کړې چې د خپل رزمي هنر تخنیکي کچه ښه کولو لپاره په موی‌تای سیالیو کې خپل بخت وازمایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...