Home+د دښتي یا صحرایي کیدلو اغېزې| پوهنمل رحمت ځواکمن

د دښتي یا صحرایي کیدلو اغېزې| پوهنمل رحمت ځواکمن

څرنګه د صحرایې کېدلو مخه ونیسو؟

(پنځمه او وروستۍ برخه)

په تیره څلورمه برخه کې مو د دښتي یا صحرایې کېدلو پر اغېزو خبرې وکړې.

په دې وروستۍ برخه کې به د دښتي یا صحرایې کېدلو پر مخنیوي خبرې وکړو.

د صحرایې کېدلو د مخنیوي لپاره اغېزمنه مبارزه،  یو لړ ړومبنیو ترکیبي او رغوونکو کړنو ته اړتیا لري.  لکه د ځمکې پایښت لرونکې مدیریت، د ځنګلونو د بیا سمسورولو طرحې او د اوبو د ساتنې او مدیریت اغیزمنې ستراتیژۍ کولای شي،  د خاورې د تخریب مخه ونیسي او د طبیعیت او په زیان منو شویو سیمو کې د ټولنو مقاومت زیات کړي. راځئ چې یاد شوي ټکي نور هم راوسپړو:

د صحرایې کېدلو د مخنیوي ستراتیژۍ او حل لارې:

د تخریب شوی ځمکې او نباتي پوښښ د بیا رغولو تخنیکونه کولای شي ، د صحرایې کیدلو اغیزې کمې کړي او له طبیعي سرچینو  څخه پایښت لرونکې ګټه اخیستنه رواج کړي. د صحرایې کیدلو مخنیوی، د طبیعیت د ساتنې او د اقتصادي او ټولینز ثبات اساسي اړخ دی. د ونو او بوټو کرل کولای شي د تخریب شوی خاورې په بیا رغونه او کیفیت لوړونه کې مرسته وکړي.

د اوبو اغیزمنه ساتنه او مدیریت کولای شي د اوبو کمښت کم کړي او د خاورې لنده بل چې د نباتاتو د ودې لپاره اړین دی بهتره کړي. د بارانونو د اوبو ډنډول یا زیرمه کول، د کروندو د څاڅکې څاڅکي خړوبولو د لارو چارو او د وچوالي په وړاندې د مقاومت لرونکو کروندو او نباتاتو د رواجولو ستراتیژۍ  کولای شي،  د اوبو په سپما او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.

د ځمکې پایښت لرونکې مدیریت: د ځمکې غوره او پایښت لرونکې مدیریت لکه ځنګل کرنه، له څړونو دوام لرونکي ګټه اخیستنه، او ساتندویه یا حفاظتي کرنه کولای شي،  د خاورې د کیفیت په لوړتیا، د تخریب په کمښت، او د ژوند د ډولونو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.

دا کړنلارې همدارنګه  د سیمه ییزو وګړو لپاره د کرنیزو محصولاتو په زباتوالي، د اوږد مهالو او با دوامه فرصتونو په رامنځ ته کېدو او نورو اقتصادي ګټو ترلاسه کولو کې هم مرسته کولای شي.

د ایکولوژیکي تخنیکونو بیا فعالول: د ایکولوژیکي تخنیکونو بیا ژوندي کول او یا فعالول په تخریب شویو سیمو کې د طببعي ایکوسیستمونو او د ژوندانه د ډولونو د بیا ژوندې کیدو په موخه ترسره کیږي.

د یو شمیر ایکولوژیکي سیستمونو د ژوندي کولو بیلګې دادي:

د نباتي پوښښ بیا رغونه:  په دې رغونه کې په تخریب شویو سیمو کې  د اصلي یا بومي نباتي ډولونو کرنه او د خاورې د کیفیت لوړونه شاملیږي.

د استوګنځي یا ژوند چاپیریال بیا رغونه: دا بیا رغونه د طبیعي استوګنځایونو لکه د ډنډونو د غاړو او ځنګلونو رغونه د ایکوسیستمي خدمتونو او د ژوند د ډولونو د زیاتوالي لپاره ترسره کیږي.

د ایکو سیستمونو ټولیزه بیا رغونه لکه د سیندونو یا اوبه نیوونکو  نورو حوضو یا برخو رغونه چې د اقلیمي شرایطو د سمون او ایکالوژیکي مقاومت د لوړلولو لپاره ترسره کیږي.

د خاورې د رغولو له تخنیکونو مو موخه،  په تخریب شویو سیموم کې د حاصلاتو زیاتوالي او د خاورې د کیفیت لوړوالې دی.

د خاورې د رغولو ځنې بیلګې دادی: په خاوره کې د سرې له بیلابیلو ډولونو  او نباتي پاتې شونو کار اخیستل. همدارنګه د خاورې اصلاح کول.  اهک او ګچ کولای شي خاوره و رغوي او مالګین یا تریو حالت یې کم کړي.
همدارنګه په ملي او نړیواله کچه سیاسي کړنلارې هم کولای شي، د ځمکې  پایښت لرونکې او بادوامه کار اخیستنه دود کړي او د بیاباني کیدلو سره مبارزه وکړي.

د صحرایې یا دښتي کیدلو سره د مبارزی لپاره د ملګرو ملتونو د (UNCCD) کنوانسیون د صحرایې کیدلو سره د مبارزی په برخه کې د همکارۍ یو نړیوال چوکاټ یا همغږي رامنځ ته کوي او د تخریب شوی ځمکې د بیا رغونې ملاتړ کوي. همدارنګه  په زبامنو سیمو کې د  وګړو لپاره د ژوندانه د اسانتیاوو په برابولو کې هم مرسته کوي.
په ملي کچه هم حکومتونه کولای شي په منظمو سیاسي او عملي کړنلارو سره د صحرایې کیدلو ستونزو ته حل لارې ولټوي.
پای

سرچینه: green earth

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۲۱-اګست- ۲۰۲۵

د دښتي یا صحرایي کیدلو  اغېزې| پوهنمل رحمت ځواکمن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...