جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد سویس په بلنه څو طالب دیپلوماتان جینیوا ته تللي

د سویس په بلنه څو طالب دیپلوماتان جینیوا ته تللي

تاند (شنبه، د سنبلې لومړۍ) د طالبانو د حکومت څلور ديپلوماتان د سویس د حکومت په بلنه د هغو افغانانو د پېژندنې لپاره جینیوا ته تللي چې په جرمونو محکوم شوي دي.

د سویس دولتي تلویزیون د جمعې په ورځ ناوخته د خپل هیواد د چارواکو په قول وویل، دا اقدام «حساس خو ضروري» دی. دې رسنۍ پرته له دې چې د سفر کره نېټه وښيي، ویلي چې د طالبانو ديپلوماتان «څو ورځې مخکې» جینیوا ته تللي وو.

د سویس دولتي تلویزیون د سویس د دولتي کډوالۍ ادارې د ویندوی پر اساس وویل چې د طالبانو پلاوي دوه ورځنی ماموریت افغانستان ته د یوولسو محکومو کسانو او دوو نورو کسانو د  ستنېدو لپاره ترسره شوی دی.

د سویس د کډوالۍ ادارې ویاند، دانیل باخ، ویلي دا کار د سفر د اسنادو د صادرولو لپاره اړین و، ځکه طالبان یوازې هغه اسناد مني چې د دوی د خپلو چارواکو له لوري صادر شوي وي او د برن په ښار کې د افغانستان د استازولۍ نور اسناد اعتبار نه لري.

د سویس چارواکي وايي د طالبانو پلاوی د خپل حضور پر مهال د جینیوا له هوايي ډګر څخه بهر نه دی وتلی او یوازې د پېژندنې کار یې ترسره کړی. د کډوالۍ ادارې په وینا، ډېری کسان، چې مطلوب ول، پېژندل شوی او د هغوی د بېرته لېږلو چارې پیل شوې دي، خو په ځینو مواردو کې لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.

د سویس تلویزیون ویلي چې دا اقدام د هغې تګلارې دوام دی چې تېر کال د دې هېواد د عدلیې وزیر، بئات یانس، اعلان کړې وه او پر بنسټ یې افغان مجرمان باید د بند د مودې له پای ته رسېدو وروسته وشړل شي.

سویس وروسته له دې په جرمونو د ککړو افغانانو د ایستلو پروګرام پیل کړ، چې جرمني دوه ځلې یو شمېر مجرم افغانان له خپلې خلورې وایستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب