جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کرېکټ یو شمېر ملي لوبغاړو د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې مبارکۍ ویلي

د کرېکټ یو شمېر ملي لوبغاړو د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې مبارکۍ ویلي

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۸ مه』‏د افغانستان کرېکټ بورډ او ملي اتلو لوبغاړو، راشد خان، محمد نبي او ګلبدین نایب د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې مبارکۍ ویلې دي.

دغو لوبغاړو د خپلواکۍ کلیزې په مناسبت پر خپلو پاڼو درې رنګه ملي بیرغونه هم خپاره کړي او د هوسا او باثباته افغانستان هیلې یې وړاندې کړې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ بیا ویلي، چې افغانان هر ډول سختو شرایطو سره مخ شوي، خو د کلکې ارادې او پياوړي هوډ سره یې ځان خپلواک او باثباته ساتلی دی.

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه ده چې له هېواده بهر سلګونو زرو افغانانو په جشنونو، مېلو او د ملي یووالي په شعارونو نمانځلې ده.

که څه هم طالبانو په افغانستان کې د دې ورځې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې، خو د افغانانو له لوري يې د ملي درې رنګه بیرغ او پراخو راټولېدونو بندیزونه لګولي دي.

د نظر خاوندان د طالبانو له لوري د اسد ۲۸مې د خپلواکۍ د ورځې له نمانځنې د خلکو راګرځول د دوی په زیان بولي.

دوی په دې باور دي که طالبان ملي مسایل ومني او خلک د ملي بیرغ تر څنګ دا ډول ورځو نمانځنې ته پرېږدي نو لرې نه ده چې د ولس او د طالبانو د حکومت ترمنځ به واټن راکم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...