تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۸مه』د طالبانو حکومت له انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزي په مناسبت ویلي، یوه پېړۍ کې د نړۍ د درېیو سترو قوتونو ماتول د افغان ولس کلک ایماني هوډ او د غیرت ښودنه کوي، چې د خپل دین، عقیدې او خپلواکۍ په ساتنه کې یې څرګند کړ.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، له دې بریا وروسته افغانانو دوو نورو سترو قوتونو «شوري اتحاد او امریکا» پر وړاندې پرلپسې بریاوې ترلاسه کړې، چې د افغانانو په تاریخ کې د مېړاني او سرښندنو ستر باب ترې جوړ شو.
اعلامیه کې زیاته شوې چې، اوس د دې وخت دی څو ځوانان او راتلونکي نسلونه د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په کلکه اراده ودریږي او له تېر تاریخ مثبته زدهکړه وکړي.
غازي امان الله خان له نن څخه ۱۰۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانانو د یوې پیاوړې جهادي مبارزې په برکت د وخت استعمار انګلیس امپراطوري دې اړ کړه، چې د افغانستان بشپړه خپلواکي ومني او د بهرني سیاست صلاحیت چې هغه مهال د انګرېزانو له لوري صلب شوی و، بېرته افغانانو ته وسپاري.
طالبان داسې مهال دا اعلامیه خپروي چې نن د اسد ۲۸مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې خو خلک نه پرېږدي چې له درې رنګه ملي بیرغ سره دا ورځ ونمانځي.
دا ورځ له هېواده بهر په زیاتو ملکونو کې د افغانانو له لوري نمانځل شوې او ملي درې رنګه بیرغ پکې رپول شوی دی.
د ملی درې رنګه پر ځای د یوه تنظیم، یا حرک بیرغ پدی معنی چی خپل دریځ پر خلکو په ظلم او جبر سره ومنی. سفین بیرغ د یوه تنظیم خپل خصوص بیرغ دی او هیڅکله به ملی نشی. پر زوره پر خلکو هر څه تپل تر یوه لنډ وخت د زور او خبر له مخی یو څه قبول شی خو نه تر ډیره. هر څه په تغیر کښی روان دی که نن وی که سبا.
د آزادی او خپلواکی د تحکیم او استقرار د اثبات لپاره پکار وو چي همدا نن خادم ملت او مومنو امراوو خپل مومن ملت ته حق د تعلیم او صلاحیت د ترهبون به عدو الله و عدوکم ورکړ شوی وی ؛زموږ ځوانان د صف مرصوص د جوړولو لپاره علم او د ژوند او دفاع وسایلو ته ضرورت لری ، د انسان سالمه روزنه او بالاخره خود کفایی د معلم بشریت ص د بعثت، دعوت او تربیت اهم اهداف جوړوی ،بی علمه شیخی همدا ده ؛چي علمی مراکز وتړه ،ملت ته د عروج لاری او وسایل ممنوع ،ملت له ټولو حقونو محروم ،امرا غیر مسئول واجب الاحترام ، امور د ملت نا اهلو ته سپارل او بالاخره د درواغو ګراف مو اعظمی کیدل او نور د غوجل رسم (جفن او وهل) ترویجول ،دا ټول هغه څه دی چي ځوان او راتلونکی نسل ګاونډی منافقو حکامو غلامی ته تیاروی دا کوم انسانی ارزښتناکه درس نلری پرته له سقوط د انسانیت څخه.
هغه چي د خپلواکی درس ورکولی شی لکه مولوی عبدالسمیع غزنوی و امثالهم هغه زندان کی دی یا فرار ؛خو هغه چي ملت تباهی او د نورو غلامی ته سوق کوی هغه وزیر او امیر دی کوم چي پابند د انسانی اصولو ندی او په کامل جاهلی انحصار سره فکر کوی چي همدا د داړلو او وهلو لار ،خپلواکی او عروج زیږوی .
خپلواکی او عروج د ملتونو ، خادم او صادق په علم مزین امرا غواړی نه مجهول الهویه مزدور شیوخ کوم چي ځان غیر مسئول واجب الاحترام ګڼی او دا لار د خپلواکی لار نده او د ملت د عقل ،علم او جهاد سره لوبې دی او نتیجه یی هم خسران فی الدنیا والآخره .