جمعه, فبروري 6, 2026
Home+ولي د خپلواکۍ دا تاریخي او ملي ارزښت مهم دی؟ | غني حسن

ولي د خپلواکۍ دا تاریخي او ملي ارزښت مهم دی؟ | غني حسن

لکه ولس چي چاته القاب د عزت، احترام، میني او لوریني په خاطر ورکوي، او هغه القاب بیا د تاریخ یوه برخه ګرځي، مثال: حاجي میرویس خان ته ئې د نیکه لقب ورکړ، او دا د یوې عنعنوي جرګې له لوري د ولس په خوښه انتخاب سو اوس د تاریخ یوه برخه ده. همداسي لکه احمدشاه ته د بابا لقب، په ښځینه وو کي د نازو او زرغونې انا القاب، ملالۍ ته د اتلي او امان الله خان ته د غازي لقب؛ دا او دې ته ورته دا لیست او اتلان خورا ډېر دي، او په ولس کي د محبوبیت او میني په خاطر ئې ولس ورته خپله لورینه کړېده.

ولس د چا مبارزه، مقابله او په جګړو کي اتلولي نه هیروي، حتی که چا په هره (تاریخي، سیاسي، اقتصادي، ادبي، فرهنګي او هنري) برخو کي خپل وړتیا، اتلولي او مبارزه کړې وي. ولس ورته په خورا احترام قایل، میني او لوریني د زړه له تله چاته همداسي درانه القاب لکه: نیکه، بابا، اتل، غازي، امیر او … ور کړیدي/ورکوي. د وخت په تېرېدو دا هرڅه د تاریخ یوه برخه ګرځي او کله چي تاریخ کي ثبت سي؛ نو په یو ملي ارزښت بدل سي او تلپاتي ارزښت د نسلونو لپاره ژوندی وي.

اوس د زمري ۲۸مه یا د ازادۍ/خپلواکۍ ورځ زموږ په ژوند کي یو محلي ارزښت نه دی، بلکي ملي ارزښت دی، او دا زموږ د نیکه‌ګانو او پلرونو راپاته او ګټل سوی تاریخي ارزښت دی، چي ولس ئې نمانځنه کوي. دا ملي ارزښت؛ چي یو افغان انسان هم پاته وي، او دا به ژوندی وي دداسي ارزښتونو ساتنه او پالنه نه یوازي زموږ د تاریخ او یادګارونو یاد تازه کوي بلکي نوي نسل ته د خپل تاریخ ویاړونه او سمبولونه ورپېژني.

نه یوازي د خپل تاریخ ویاړونه او سمبولونه ورپېژني، بلکي د ازادۍ او خپلواکۍ د ورځي په  ځانګړي اهمیت ئې پوه کوي، ځکه دا ورځ د یوې خاورې او خلکو د آزادۍ/خپلواکۍ او د خودمختارۍ او د ملي هویت د لاسته راوړنو نمانځنه ده. اصل کي خپلواکي د دې مانا لري، چي څنګه  یو ملت د خپل برخلیک په ټاکلو او خپلو چارو د پرمخ بیولو حق لري، پرته له دې چي نور څوک پرې تسلط ولري.

  او خپلواکي په دې مانا هم ده، چي څنګه موږ خپلي سرچینې، انرژۍ، مادنونه، سیندونه، تاریخي ابدات، د سیاحت زمینه، هوايي و مځکنۍ لاري د خپل هېواد د د پرمختګ لپاره وکاروو. په دې ورځ دولت خپل ملت یووالي او اتحاد ته رابولي او دا روحیه پکښي پیاوړې کوي، چي موږ ټول یو یوو، او داسي شعرونه او شعارونه ورته وړاندي سي، چي (کندهار دی که واخان دی وطن زما دی) او له دې ملي تاریخي ارزښت څخه په استفادې د خلکو احساسات پر مثبت لوري د وطن د ترقۍ، خپلواکۍ او پر ځان د بسیا کېدلو خواته واړول سي. د مارش یا نظامي وسلو او وسیلو د ښکاره کولو یو هدف همدا دی، چي ولس ډاډه سي، چي پر موږ ئې څوک نسي خوړلای؛ خو…

 د ازادۍ او خپلواکۍ ورځ یوازې یوه تاریخي پېښه هم نه ده، بلکې د یو ملت د ارادې، هوډ او د راتلونکي لپاره د هیلو نښه هم ده. دا ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي، چې خلک د خپلي آزادۍ ارزښت درک کړي او د هغې د ساتني لپاره کار وکړي. چې ویښ ملتونه د ظلم، استعمار او بې عدالتۍ پر وړاندې د مبارزې توان پيدا کړي، دا د نسلونو لپاره یو الهام دی، چي د خپلو حقونو لپاره ودرېږي- مانا دا چي خپلواکي ساتل زموږ او ستاسو نه یوازي، چي یو حق دی، بلکي دا ملي ارزښت او او د خپلو ملي اتلانو درناوی او د هغوی نمانځل او په ویاړېدل زموږ او ستاسو ملي او تاریخي مسؤلیت هم دی. دا ورځ دي همیشه وي، د لیکوال او شاعر عبدالغفور لیوال په وینا (د امان الله خان د یادونې څخه پرته د خپلواکۍ ورځ‌ لمانځل نیمګړې لمانځنه ده) د غازي امان الله خان ارواح دي ښاده وي. دا ورځ دي ټولو ته مبارک وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...