Homeسپورتکرېکټ: پاکستان له افغانستان او اماراتو سره لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه

کرېکټ: پاکستان له افغانستان او اماراتو سره لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۶مه』‏د پاکستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوره لوبلړۍ او دغه راز د اسیا جام لپاره لوبډله غوره کړې او ورسره ځېنو نورو لوبغاړو ته هم احتیاطي ځای ورکړل شوی دی.

په غوره شوو لوبغاړو کې د سلمان اغا په لوبډلمشرۍ، ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث روف، حسن عالي، حسن نواز، حسین، خوشدل شاه، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم او ځېنې نور د لوبغاړو په توګه شامل دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوريزه لوبو دری اړخيزه لړۍ د روان کال د اګست پر ۲۹ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ په سیالۍ پېل شي او د سپټمبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي.

په دغو سياليو کې ټولې اووه لوبې کېږي هر هېواد به له يوه بل سره دوې دوې لوبې کوي او يوه سيالي به د پايلوبې وي.

دغه سيالۍ داسې مهال پلان شوې چې همدلته په اماراتو کې به د سپټمبر پر ۵ نېټه د اسيا کپ سيالۍ پيل او د سپتمبر تر ۲۱ به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...