جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ازبکستان د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبکستان د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۶مه』د افغانستان او ازبکستان تر منځ د شاوخوا ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د انتقال او وېش د څلورو مهمو پروژو تړون په کابل کې لاسلیک شو.

دغه مراسم د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ازبکستان د برېښنا وزیر جورابیک میرزامحمدوف او د دواړو هېوادونو د یو شمېر چارواکو په ګډون ترسره شول.

په دې تړونونو کې لاندې پروژې شاملې دي:

۱ ـ د ۵۰۰ کیلوولټه د برېښنا د انتقال د مزي جوړول، چې د ۱۰۰۰ مېګاواټه ظرفیت لري او د سرخان له لارې پلخمري او کابل ته راځي.
۲ ـ په کابل کې د ارغندې سب‌سټېشن پراخول، چې ۸۰۰ مېګا وولټ‌امپیر ظرفیت لري او د برېښنا د وېش شبکې د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي.
۳ ـ د ۲۲۰ کیلوولټه د برېښنا د انتقال مزي جوړول د کابل ـ ننګرهار ترمنځ، څو د ختیځ افغانستان برېښنا ته ښه لاسرسی ومومي.
۴ ـ د ننګرهار په شیخ‌مصري سیمه کې د سب‌سټېشن جوړول، څو د سیمې د انرژۍ زیربناوو ملاتړ وکړي.

دغه پروژې د ازبکستان د انرژۍ وزارت اړوند د «اوز انرژي» او «نیګو انرژي» شرکتونو له خوا عملي کېږي او تمه ده چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید او وېش وړتیا په څرګند ډول زیاته کړي.دغه راز به د دغو پروژو بشپړېدل به د ازبکستان له لوري د برېښنا واردات ډېر کړي او د هېواد د خلکو او تولیدي سکتورونو لپاره به د دوامدارې انرژۍ زمینه برابره کړي.

ملا برادر دغه تړون د «دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو یو مهم پړاو» وباله او ټینګار یې وکړ چې یادې پروژې به د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د ځان‌بساینې لامل شي.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر هم وویل چې دوی له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې ژمن دي او دا پروژې به د سیمې اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته وکړي.

اقتصادي کارپوهان وايي، دا اقدام کولای شي د کابل او تاشکند ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.

افغانستان د خپلې برېښنا لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ازبکستانه ترلاسه کوي. په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې پراخې همکارۍ شوي او ازبکستان تل د افغانستان له اساسي برېښنا برابروونکو څخه ګڼل شوی دی.

سیاسي کارپوهان وایي، د نوو تړونونو لاسلیک به په اوږدمهال کې د افغانستان د انرژۍ ثبات او اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب