Homeخبرونه‏طالبانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په ویاړ د زمري ۲۸مه عمومي...

‏طالبانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په ویاړ د زمري ۲۸مه عمومي رخصتي اعلان کړه

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۶مه』د طالبانو د کار او ټولنیز چارو وزارت د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت د زمري میاشتې ۲۸مه په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.

د طالبانو د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې د روانې زمري میاشتې ۲۸مه چې راتلونکې سه شنبه ده، یوه ورځ به عمومي رخصت وي.

۱۰۶ کاله وړاندې شاه غازي امان الله خان له انګرېزي استعماره د افغانستان خپلواکي اعلان بېرته ترلاسه کړه.

دا خپلواکي د درې رنګه ملي بیرغ لاندې علي حضرت امان الله خان اخیستې، خو طالبانو له څلورو کلونو راهیسې پرې سخت بندیزونه لګولي دي.

د جمهوري نظام پر مهال د هېواد خپلواکۍ ورځې نمانځلو لپاره افغان حکومت ځانګړې بودیجه منظوروله څو د خپلواکۍ ورځۍ په مناسبت پراخ او شانداره تیاری وشي.

سلګونه زره افغانان په دې ویاړلې ورځ د ښارونو واټونو ته راوتل او د درې رنګه ملي بیرغ لاندې یې د ملي یووالي، اتحاد او خپلواکۍ شعارونه ورکول.

طالبانو له دې وړاندې هم په هېواد کې یو شمېر ملي ورځې او نېټې لغوه کړې دي.

افغانان له طالبانو غوښتنه کوي، چې د افغانستان له ملي ارزښتونو، ورځو او مناسبتونو سره خپله دښمني پای ته ورسوي.

3 COMMENTS

  1. دری زنګه بیرغ ملی او د خلکو په زړونو کی زرغون بیرغ دی. سپین بیرغ په یوه تنظیم یا ډلی پوری رابط لری چی د کلیمی په خاطر یی خلک احترام کوی کنه نو د یوی خرنې او کفن په شان نور څه پکی نشته. صرف یوه ډله ورسره مینه لری چی هغه هم د حقانې د مدرسی روزلی چړیان دی. دری رنګه بیرغ د پاکستان په امر لغو شوی ځګه چی دا دری رنګه بیرغ په پښتونخوا کی هم د میلونونو افغانانو په زړونو کی ځای لری چی د آی اس آی ورسره دښمنی ده. نو کچیری طالب دری رنګه بیرغ خپل کړی بیانو آی اس آی به دا څنګه تحمول کړی؟ خو د حکومتونو په بدلیدو به شاهد اوسې چی دری زنګه بیرغ به بیرته ژوندی کیږی. بله دا چی دری رنګه بیرغ د انګلیسانو په ضد پورته شو دا چی طالب مشران زیاتره د دیوبند د مدرسی مریدان دی نو یو دلیل به یی هم دا وی چی دری رنګه بیرغ به د انګریزانو په امر بند شوی وی ځکه چی دیوبندیان ټول د انګلیسو جاسوسان دی.

  2. کچیری د اسد (زمری) 28 طالبان ونمانځی بیا. بیا به ټول طالبان د انګریزانو غلامان معرفی نو لدی وجی یی لمانځی ـ

  3. د درې ړنګه ملی بیرغ ښکته کول , د انجونو د ښونځیو تړل او د ګران هیواد د ملی ارزښتونو سره دوښمنی مستقیمن د ناپاکستان د شیطانی پروژې لخوا تر سره شوی او د افغانانو تر مینځه د نفاق اور ته لمن وهل ادامه لری , د ناپاکستان شیطانی پروژه خپله بقا زمونږ د هیواد په وارانولو کی وینی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...