Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ازبکستان نن د برېښنا برخه کې څلور هوکړې لاسلیکوي

افغانستان او ازبکستان نن د برېښنا برخه کې څلور هوکړې لاسلیکوي

تاند/ یکشنبه د زمري – اسد ۲۶مه/ افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي، ټاکل شوې نن د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا شبکې پراختیا او انتقال څلور هوکړې لاسلیک شي.

برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغو پروژو کې د سرخان – دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي ۱۰۰۰میګاواټه ته تمدیدول، ۸۰۰میګاولټ ته د ارغندې سب سټېشن ظرفیت لوړول او ۸۰۰ میګاواټه ته د کابل – شیخ مصري ۲۲۰ کیلوولټ مزي تمدیدول شامل دي.

ویل کیږي ۱۲۶ میګاولټ په ظرفیت د ننګرهار شیخ مصري سب سټېشن قرارداد به هم لاسلیک شي.

د مسوولانو په خبره دغه پروژې د برېښنایي سرچینو پراختیا، د سراسري شبکې پیاوړتیا، او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د انرژي برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو پراختیا په موخه ترتیب شوې دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت دغه راز په یوه بل خبر کې ویلي چې، د یاد شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۴۱میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا سکټور کې درې مهم تړونونه لاسلیک شوي.

برېښنا شرکت ویلي، دې قرار دادونو کې له نورالجهاد سب سټېشن تر هاشمي پل د ۲۲۰ برېښنا مزي تمدید، د پل هاشمي او کب ۲۴مې شهیدانو سب سټېشنونو جوړول او نور الجهاد سب سټېشن کې د “B” مزي پراختیا شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د برېښنا شرکت هرات کې خصوصي سکټور سره د لمریزې او بادي برېښنا دوه نور مهم قرار دادونه لاسلیک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...