جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه هرو ۳۰ ثانیو کې یو افغان ماشوم له ایران یا پاکستانه...

په هرو ۳۰ ثانیو کې یو افغان ماشوم له ایران یا پاکستانه راستنېږي

تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۰مه』د ماشومانو د ژغورنې صندوق اعلان کړی، چې په اوسط ډول تر هرو ۳۰ ثانیو وروسته یو ماشوم له ایران یا پاکستانه افغانستان ته ستنېږي.

دغه بنسټ په یوه راپور کې لیکلي، چې سږکال له ایران او پاکستانه له ۸۰۰ زرو څخه ډېر ماشومان افغانستان ته ستانه کړای شوي، چې شاوخوا درې پر څلورمه برخه یې له ایران څخه ستانه شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق له سیمه‌ییزو هېوادونو غوښتي چې کډوال په رضاکارانه، خوندي او د انساني کرامت سره سم ولېږدوي.

د ماشومانو د حقونو مدافع دغه بنسټ همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره بودیجه زیاته کړي تر څو هم د ستنېدونکو د راتګ پر مهال د هغوی اساسي اړتیاوې پوره شي او هم د اوږدمهاله مرستو له لارې په افغانستان کې د هغوی د بیا میشتېدو زمینه برابره شي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د یونیسف مرستیال ټېډ چایبان له پاکستان او ایرانه د افغانانو منظمې او پړاویزې راستنېدنې غوښتنه کړې چې په خبره یې د افغانانو خوندي، په خپله خوښه او با عزته راتګ ته لار هواره شي.

چایبان افغانستان ته له راتګ وروسته په خپلو څرګندونو کې ویلي، دا ډول راستنېدل په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره اړین دي.

هغه وړاندیز کړی چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ دې په دې اړه خبرې وشي ترڅو طالبان، د ملګرو ملتونو اړوند او نورې ادارې د کډوالو راستنېدلو بهیر ته چمتووالی ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب