جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبانو له خصوصي روغتیايي مرکزونو د نظارت لړۍ پیل کړه

طالبانو له خصوصي روغتیايي مرکزونو د نظارت لړۍ پیل کړه

تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۰مه』د طالبانو عامي روغتیا وزارت د یوې کمېټې له خوا د کورنیو او بهرنیو ډاکټرانو د فعالیت د تنظیم په خاطر له ټولو خصوصي روغتیايي مرکزونو د نظارت د پیل خبر ورکړ.

د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه) ویلي چې، دغه نظارت اوس په کابل کې پیل شوی او وروسته به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

سرچینه وايي، په دغه لړۍ کې به د خصوصي سکټور د ټولو روغتونونو د کورنیو او بهرنیو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو شتون، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت اسناد و ارزول شي.

یاد وزارت زیاتوي چې سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ شي.

د نظارت دا لړۍ داسې مهال پیلېږي، چې دمګړۍ د هېواد د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د خصوصي او دولتي روغتیایي سکټور شکایتونه کېږي.

عام خلک وایي، حاکم نظام باید د ډاکترانو په جامه کې هغه ظالمان په سزا ورسوي چې له اسنادو پرته د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.

دوی تمه لري چې د طالبانو د نظارت دا لړۍ به په خصوصي روغتیایي سکټور کې د ظلم او زیاتي مخنیوی وکړي او سرغړونکي به په سزا ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب