Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتېره یوه اوونۍ کې پر رېللارو ۱۰۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تېره یوه اوونۍ کې پر رېللارو ۱۰۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۰مه』د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لارو ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن (دوشنبه) ویلي چې، دغه انتقالات د روان ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د زمري میاشتې له ۱۰مې نیولې تر ۱۶مې شوي دي.

د حق شناس په وینا، په دغو انتقالاتو کې ۶۸ زره او ۲۲۷ ټنه د حیرتان، ۱۶ زره او ۵۳۷ ټنه د تورغونډۍ، ۱۲ زره او ۲۵۰ ټنه د هرات- خواف او شپږ زره ۲۴۹ ټنه د آقینې بندر له لارو شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې، په دغو صادراتو او وارداتو کې ۵۹۷ ټنه د افغانستان صادرات شامل دي چي، لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د یادونې ته چې تر دې وړاندې اوونۍ کې هم یاد وزارت د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لارو د شاوخوا ۹۷ زره ټنو انتقالاتو خبر ورکړی و.

اقتصادي کارپوهان دا ډول خبرونه هیله بښونکي یادوي او د وارداتو پر ځای د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

دوی وایي، که داخلي پانګونه او تولید زیات شي نو حتمي ده چې د وارداتو پر وړاندې د صادراتو کچه لوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...