Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار کې سږکال د انځرو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي

کندهار کې سږکال د انځرو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي

تاند『دوشنبه د زمري ـ اسد ۲۰مه』کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، سږ کال د دغه ولایت په دامان، ډنډ، پنجوايي، ارغنداب، لوړ او کښته شاولیکوټ، نېش، میانشین او خاکرېز ولسوالیو کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انځرو له باغونو به د اټکل له مخې ۱۳۵ زره ټنه حاصل ترلاسه شي.

په خبرپاڼه کې د غیر موسمي ناروغیو او بارانونو کموالی هغه څه یاد شوي چې، یو څه یې د سږنیو مېوو حاصلات زیانمن کړي.

که څه هم سږ کال په کندهار کي د انځرو په ګډون د یو شمېر نورو مېوو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی؛ خو کروندګر یې وايي چې، بازار یې کمزوری دی او باید بهرنی بازار یا سړې خوني ورته جوړي شي.

کندهار د انځرو ترڅنګ د انارو په تولید کې مخکښ ولایت یادېږي چې هر کال په زرونو ټنه انار د هېواد د ولایتونو ترڅنګ نورو هېوادونو ته صادروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...