لیکوال: محمد محق
په دیني مفکوره کې ژنبی عامل
د مسلمانو عارفانو او متکلمانو او د ګڼو نورو اسلامي علومو د عالمانو په نظر، خدای خپل پیغام په مختلفو لارو رالېږي ځکه چې د هغه ایات او نښانې چې په یوه ډول سره د هغه پیغام لېږدوي او د قران په تعبیر کلمې ګڼل کېږي، په هر ځای کې، په آفاق او انفس کې خورې دي.
الهي نښانې تر هغه ډېرې دي چې وګڼل شي یا تصور شي. قران پخپله په صراحت سره دا خبره کړې ده:”قل لو کان البحر مدادا لکلمات ربی لنفد البحر قبل أن تنفد کلمات ربی” (سورۀ: الکهف، آیه: 109) یعنې که سمندر د لیکلو رنګ وي زما د رب د ویناوو لپاره هرګوره سمندر تمامېږي مخکې له دې چې زما د رب خبرې تمامې شي.
بې شمېره الهي ویناوې ډېر مخاطبان لري او یوازې انسانانو ته نه دي. قران په صراحت سره وايي چې نور موجودات هم الهي ویناوې د وحي په قالب کې تر لاسه کوي خو داسې وحي چې د دوی د وجودي ظرفیت سره متناسبه وي، نه د انسانانو د ادراک په سطح کې.”و أوحی ربک إلی النحل أن اتخذی من الجبال بیوتا و من الشجر و مما یعرشون” (سوره:النحل، آیه: 68) یعنې ستا رب پر غومبوسې وحي وکړ چې په هغو غرونو او ونو او چتونو کې چې جوړوي یې، ځاله جوړه کړه.
څه چې بني ادمانو ته وحي کېږي او څه چې نورو موجوداتو ته وحي کېږي، یوه منشأ لري، خو یوه بڼه او یوه محتوا نه لري. ان څه چې انسانانو ته وحي کېږي هم هر وخت یو شان نه وي، کله د الهام په بڼه، کله د ملایکو د نزول په بڼه او کله د خوب په بڼه څرګندېږي.
د وحي ډېر ډولونه او شکلونه د انفرادي پېښې بڼه لري چې واحد مخاطب یې وي او معمولاً دغه مخاطب ته محدود او مقطع یي پيغام لېږدوي او نورو ته د تعمیمولو وړ نه ده او غیر له اصلي مخاطبه په بل چا پورې اړه نه لري. خو د وحي یوه بڼه چې د مکتوب ژبني حالت غوره کوي او ګڼ مخاطبان لري او د یوه دین ټول پیروان رانغاړي، د ډېرو علمي بحثونو او مناقشو په محور کې ځای لري.
یو مبحث چې په دې مناسبت مطرح کېږي، دا دی چې د اسماني پیغام د ماورالطبیعي محتوا او د الفاظو د طبیعي ظرفیت تر منځ څه ډول نسبت جوړېږي. ایا د هغه متعالي محتوا او د ځمکني الفاظو تر منځ د پیوند تر جوړېدو وروسته، د ژبې ماهیت او فطرت بدلېږي او د ژبې بشري ځانګړنې له منځه ځي یا دا چې د ژبې طبیعي او بشري ځانګړنې هماغسې خوندي پاتې کېږي؟
که د ژبې ماهیت بدل شي او له متعارفې ژبې سره توپیر پیدا کړي، نو بیا کولای شو د پوهېدا لپاره یې د همدې متعارفې ژبې ګرامر او قواعد وکاروو؟ که دغه قواعد د دې ژبې لپاره چې د وحي ظرف ګرځېدلې ده، باید ونه کاروو نو ایا نور ځانګړي قواعد موندلای شو چې د وحي د ژبې لپاره مخصوص وي؟ ایا دا قواعد پخپله له وحي څخه اخسیتل شوي که د انسان په لاس جوړ شوي چې د خپل اجتهاد او فهم پر اساس یې جوړوي؟
همدارنګه پوښتلی شو چې که د ژبې لپاره نوي قواعد نه دي په کار او معمول قواعد یې ستونزې حل کولای شي، نو ایا هماغه قواعد پر دې ژبې چې د وحي ظرف دی، بې له استثنا تطبیقېدای شي؟ که دغه ژبه چې وحیاني مفاهیم رانغاړي د متعارفې ژبې ګرامري قواعدو او بلاغي معیارونو ته تابع شي، نو بیا د ماهیت او طبیعت په لحاظ یې له هغې ژبې توپیرولی شو چې په نورو حالتونو کې استعمالېږي؟
د اسلام په تاریخ کې د مسلمانانو عملي تجربه راښيي چې دوی په دې برخه کې له وحیاني متن سره هماغه چلند کړی دی چې له هر ژبني متن سره یې کوي. د صرف، نحو، اشتقاق، ترکیب، معاني، بیان او بدیع علومو په دې برخه کې د دې دوو ډولو ژبو تر منځ په توپیر نه دي قایل شوي او قواعد یې پر دواړه یو خېل تطبیق شوي دي.
که داسې وي، نو باید ومنو چې ژبه د یوې تاریخي – انساني پدیدې په حیث ځینې محدودیتونه لري چې مجبورېږي له مجاز او استعارې او نورو بیاني میتودونو کار واخلي. دا کار ژبې ته څو اړخونه ورکوي او د مطلوبې معنا اخیستل ستونزمنوي، همدارنګه کله کله د مطلوبو مفاهیمو په رسولو کې، ژبه له ستونزې سره مخ کوي.
دلته دیني مفکوره یوه بل پېچلي پړاو ته ورننوځي. په دې پړاو کې مختلفې ادبي او ژبنۍ تیورۍ د دیني نصوصو په فهم کې اساسي نقش مومي او د هرې تیورۍ په کارولو سره خاصې او متفاوتې نتیجې ترلاسه کېږي.
مثلاً هغه کسان چې په دیني نصوصو کې د مجاز په شتون نه دي قایل او ټول عبارتونه یې حقیقي ګڼي، په ګڼو موردونو کې به بندې لارې ته ورسېږي ځکه چې د دوی د فهم او تفسیر پر اساس داسې نتیجې راووځي چې ټوله اعتقادي دستګاه اغېزمنوي چې د عقیدې مهم اړخونه لکه د خدای صفات او په غیب پورې اړوندې چارې هم رانغاړي.
په بله خوا کې ځینې کسان چې د مجاز په شتون قایل دي او د ځینو یا ټولو نصوصو تأویل جایز ګڼي، نورو متفاوتو برداشتونو ته رسېږي. دې سره د نویو تأویلونو لپاره زمینه برابرېږي او د نصوصو د تأویل لړۍ د متفاوتې فکري لارې د پیدایښت سبب کېږي چې دا به په هېڅ وجه د لومړۍ ډلې لپاره د منلو وړ نه وي.
حقیقت دا دی چې ژبنی عامل د دیني مفکورې په رامنځته کېدا کې عمده عامل دی ځکه چې له ژوند سره ډېر ټینګ پیوند لري. (7) او څومره چې ژوند بدلېږي رابدلېږي، هماغومره ژبه هم بدلېږي. ژبه اساساً خوځنده، وده کوونکې او بشپړېدونکې پدیده ده او په یوه پړاو کې نه درېږي.
دا چې ژبه بدلېږي او په تېره بیا له ژوند سره سمه لاپېچلې کېږي نو له ژبې سره د تعامل او د هغې د رمزونو د سپړلو لپاره لا زیاتې او متنوع تیوري ګانې راټوکېږي چې له وګړو سره د ژبنيو او ذهني تېروتنو په کمولو یا له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
نوې تولید شوې تیورۍ هماغومره چې د مختلفو ژبنیو محصولاتو په فهم کې د کارولو وړ دي، د دیني نصوصو په فهم او تفسیر کې هم استفاده ځنې کېدای شي ځکه چې دیني نصوص هم ژبنی قالب لري. دا چې دغه ژبني تیورۍ نوې او پرمختللې دي، د دیني نصوصو فهم او تفسیر به هم نوي او پرمختللې شي او له دې نصوصو د نویو برداشتونو لاره به هواره کړي.
ویلای شو چې ژبه د خپل څو اړخیز او ضمني ماهیت په وجه د برداشتونو او فهمونو تنوع ته زمینه برابروي او معرفتي پلورالیزم ممکنوي.
د مفکورو تنوع او د تفسیرونو توپیر کېدای شي د تقابل او تعارض سبب شي او کله کله د دیني مفکورې ډګر له فکري شخړو ډک کړي. مختلف مذهبونه او مختلفې فرقې د یو بل پر وړاندې درېږي او په مختلفو فکري وسلو سمبالېږي. ژبنۍ تیورۍ او ژبني علوم تر ټولو تېرې وسلې دي چې په دې شخړو کې په کارېږي.
څرنګه چې ژبني تحولات یو جبري واقعیت دی او تېښته ځنې نه شي کېدای نو د دیني مفکورې تحول او د ګڼو دیني تفسیرونو پیدا کېدل هم حتمي دي.
نن سبا دیني مفکوره له ګڼو پوښتنو او ننګوونو سره مخ ده خو ژبني تحولات بیا هر وخت ننګوونه نه وي او کولای شي نویو فرصتونو ته زمینه برابره کړي او له بندو لارو څخه د وتلو لاره پرانیزي.
سره له دې چې تر اوسه پورې داسې نه ښکاري چې د ژبپوهنې د مطالعاتو اهمیت دې په دیني حوزو کې تر جدي غور لاندې نیول شوی وي خو د نړۍ لوی علمي او معرفتي تحولات، سړی مجبوروي چې ژبنیو علومو ته پام واړوي.
دې سره کولای شوی د داسې مطالعاتو او څېړنو په غني کولو سره، د اسلامي مذهبونو او فرقو د مفکورو تنوع او توپیرونه درک کړو او د جزمي او دوګماتیزمي چلند پر ځای، د دوی په منځ کې د متقابل تفاهم او درک زمینه مساعده کړو.