تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، وايي چې د مسکو له لوري د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه یوازې سیاسي انګېزه نه لري، بلکې ګڼې نورې موخې لري.
کابلوف د پاکستان له ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:
« د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې څخه زموږ اصلي هدف دا دی چې د روسیې لپاره د پانګونې خوندي شرایط برابر کړو او له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو.»
هغه په ځانګړې توګه د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې اهمیت یاد کړ او داعش خراسان یې د سیمې تر ټولو خطرناک ګواښ وباله. نوموړي زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) هم د پاکستان او چین لپاره جدي ګواښونه دي او باید له منځه یوړل شي.
کابلوف د پاکستان او چین د پرله پسې شکایتونو په اړه چې د طالبانو له حکومته یې د دغو ډلو په تړاو کړي، وویل:
«مسکو باور لري چې د افغانستان حکومت باید دا ستونزې په دوستانه او دوه اړخیز ډول له خپلو ګاونډیانو سره حل کړي.»
ده همداراز ټینګار وکړ چې د سیمې اقتصادي پروژې، په ځانګړي ډول د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC)، کولی شي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د پرمختګ سبب شي، او روسیه هم د دغو پروژو ملاتړ کړی دی.
کابلوف زیاته کړه:
«افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا تر منځ د یو پُل په توګه عمل وکړي او له دې اقتصادي تعاملاتو ګټه پورته کړي.»
نوموړي د افغانستان پر طبیعي او بشري ستونزو هم خبرې وکړې او د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په اړه یې خواخوږي څرګنده کړه.
کابلوف په دې مرکه کې روښانه کړه چې د روسیې پانګونه کولای شي د افغانستان د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي، کډوال بېرته ستانه کړي، او د سیمې د هیوادونو لکه پاکستان او ایران لپاره هم ګټوره تمامه شي.