پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهلاوروف طالبانو ته؛ نړیوال مشروعیت ټولګډونه حکومت پورې تړلی

لاوروف طالبانو ته؛ نړیوال مشروعیت ټولګډونه حکومت پورې تړلی

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه』‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تل پاتي ثبات لپاره د واک انحصار ختمول مهم شرط دی.

د چین په کوربه توب د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې ویل شوي، چې غړو هېوادونو طالبانو سره اړیکې پراخې کړي، خو ټینګار شوی، چې دا ډله باید نړیوالو ژمنو ته ژمنه شي.

ټولګډونه حکومت، بشري حقونه او له نشه يي موادو او ترهګرۍ سره مبارزه هغه څه دي، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه یې هم غوښتنه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د افغانستان د بیارغونې، اقتصادي ودې او ثبات لپاره باید نړیواله ټولنه مرسته وکړي او دا هدف هغه وخت ترلاسه کېدای شي، چې د حکومتي چوکاټ په پراخولو سره افغانستان له نړیوالې انزوا ووځي.

روسیه داسې مهال افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت او نشه يي موادو سره د طالبانو پر مبارزې ټینګار کوي، چې د لومړي هېواد په توګه یې طالبان په رسمیت پېژندلي دي.

د معلوماتو له مخې ورته غوښتنې د دوحې په قرارداد کې له طالبانو د اساسي ژمنو په توګه اخیستل شوې دي، خو باور دا دی ، چې طالبان لا هم په بشپړه توګه د واک انحصار کې دي، چې دې چارې د افغانستان د هر ډول مشروعیت او له انزوا د خلاصېدو مخنیوی یې کړی دی.

کارپوهان یې هم حل لار د ټولګډونه حکومت راتلل بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...