پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهغلام خان بندر بېرته پرانیستل شو

غلام خان بندر بېرته پرانیستل شو

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه』د طالبانو د سرحدي پولیسو قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي وایي، د خوست غلام خان بندر لار نن چهارشنبه بېرته پرانیستل شوه.

نوموړی وایي دغه لار د ۱۵ ورځو لپاره د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.

غلام خان بندر څو ورځې وړاندې د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه.

یاده لار وروسته له هغې تړل شوې وه، چې دا مهال افغانستان کې د تازه مېوو د راټولولو وخت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ډېر کله د افغانستان کرنیزو محصولاتو د رسېدو وخت کې د لارو په بندولو لاس پورې کوي، چې له کبله یې افغان سوداګرو او باغدارانو ته درانه زیانونه رسیږي.

غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو مهم اقتصادي بندر دی چې د خوست ولایت او شمالي وزیرستان ترمنځ موقعیت لري.

دا بندر د افغانستان ختیځو سیمو ته د صادراتو او وارداتو لپاره اسانه او لنډه لاره برابروي، چې له امله یې د ترانسپورت لګښتونه کمېږي او سوداګریز فعالیتونه چټک کېږي.

1 COMMENT

  1. نن بیا داسې خبرونه اوریدل کیږی چې تورخم ساحو کې د دواړو طرفونو ترمینځ برید شوی او یو ماشوم وژل شوی مطلب دا چې غلام خان خلاص شو بهانه بیرته تورخم ته جوړه شوه کله تورخم ، غلام خان او کله بولدک بندوی نو زما په نظر د غني په شان ورته وویل شي چې د دایم لپاره یی وتړی موږ افغانانو اوس بدیلی لاری چې ترکمنستان، ازبکستان و تاجکستان او نور آسیایی او اروپایی هیواونو سره تجارتی اړیکی پیاوړی شوی ترڅو چې په پاکستان ورته ډول فشار رانشي نو موږ به تل ځوریږو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...