پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهسور صلیب: له ایرانه راشړل شوي ماشومان له شدیدې ګرمۍ او ناروغیو...

سور صلیب: له ایرانه راشړل شوي ماشومان له شدیدې ګرمۍ او ناروغیو سره مخ دي

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه』‏د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې له ایرانه راشړل شوي افغان ماشومان له سختو انساني شرایطو، شدیدې ګرمۍ او روغتیایي ستونزو سره مخ دي.

سور صلیب تبه، د پوستکي ناروغۍ، ساري جدي ناروغۍ، له کورنیو جلا کېدل او د خوړو او ښوونې سربېره دایمي سرپناه نشتوالی هغه جدي اندېښنې یادې کړي، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د یادې کمېټې یوې غړې، نیوکل ون بتنبورګ ویلي، افغانستان هېر شوی بحران دی او نړۍ کې اوس ګڼ نور کړکېچونه هم روان دي، چې د نړیوالو پام یې اړولی دی، خو د دوی په باور اوسمهال د افغانستان خلک څنډې ته شوي دي.

هغې خبرداری ورکړی چې راستنېدونکي یوازې د پولو پر سر له ستونزو سره نه دي مخ، بلکې، چې کله افغانستان ته داخل شي، باید د سرپناه، ژوند کولو او ژوند بېرته جوړولو لپاره هڅې وکړي.

له ګاونډیو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د شړولو په تړاو سختې اندېښنې موجودې دي او باورونه دا دی چې دا هېوادونه به د ملیونونه افغانانو په شړلو سره انساني فاجعه رامنځته کړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت مشرې، هرات ولایت ته په وروستي سفر کې هم ورته اندېښنه څرګنده کړې وه.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې دا د نړیوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ دی.

د نړیوالو مرستندویه ټولنو سربېره د طالبانو پر حکومت غږ کېږي، چې په ځانګړې توګه هېواد ته د ستنو شویو افغان ماشومانو، روغتیا، خوړو، ښوونې او د دایمي سرپناه په برخو کې جدي هڅې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...