تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه』د نغلو لمریزې برېښنا پروژه به ژر بشپړه او ګټنې ته وسپارل شي.
د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت وایي، د کابل سروبي ولسوالۍ نغلو سیمه کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا پروژه ورستي پړاو ته رسېدلې.
یاد شرکت وایي، چې دغه پروژه په هېواد کې د لمریزې برېښنا تولید تر ټولو ستره پروژه ده.
برېښنا شرکت زیاتوي دا پروژه به د انرژۍ تولید ظرفیت زیاتېدو برخه کې مهم رول ادا کړي.
د طالبانو د برېښنا شرکت مسئولانو په خبره، د یادې پروژې کارونه وروستي پړاو ته نږدې شوي او ژر به ګټنې ته وسپارل شي.
د نظر خاوندان دا پروژه د برېښنا تولید برخه کې لویه لاسته راوړنه بولي خو ټینګار کوي، چې طالبان باید په هېواد کې پراخه بهېدونکې اوبه کنټرول او پرې د اوبو بندونه ورغوي.
دوی وایي د اوړي په موسم کې تودې سیمې او د ژمي په موسم کې سړې سیمې د برېښنا د کمښت له امله لویو ستونزو سره مخې وي، چې د دوی په وینا لویه حل لار یې پر لویو بهېدونکو سیندونو د برېښنا د بندونو جوړول دي.
داد نظر خاوندان چی هوایی ډزی کوی او طالبانو ته د اوبو مهارولو حکمونه کوی دوی ولی د ډالرو د باران په وخت کی داخبره نه کوله هغه وخت یی د ګاونډیو هیوادو بریښنا پیرله اوس رابیدار شوه بندونه جوړوی
برښنا مسولیت د برښنا رسول دی ولس ته او مصرف کوونکو ته مګر اوس تولیدي چارو ته مخه کړی ترڅو چې برښنا شرکت خپل مسولیت ونه ښودل شي نو د وزارت کارونه به شرکت کوی