زړه مې خبرو ته نه کېږي. داسې احساس لرم، لکه توري چې رانه ګډوډ شوي وي — نه پوهېږم څه ووایم، او نه غواړم چې څه ووایم. ان کله خو هغه ماشومتوب ته ورستون شم، چې له سره د الفب بې تې زده کوي
بېاختیاره چوپ پاتې شم؛ نه د خبرو شوق راځي، نه د لیکلو توان. یوازې ناست یم، د کلمو تر منځ ورک شوی یم، او نه پوهېږم ولې؟
له عجیبه حالت سره مخ یم — یو ډول دروند سکون، ناڅرګند، پیکه حالت. داسې چې نه خوښ دی، نه غمجن. یوازې… یوازینی دی.
بس چې یم، ځان ته یم. نه غږ شته، نه خوځېدا، نه هم د بل حضور.
او زه په همدې چوپتیا کې، خپل ځان، ځانته نږدې احساسوم.
٢٠٢٥ د جولای ١٠ مه