جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د پښتنو ازادي، امن، او اختیار، له شعاره تر عمله

د پښتنو ازادي، امن، او اختیار، له شعاره تر عمله

عزیز الله خان هوتک

سریزه: د پښتون قوم سیاسي، ټولنیز، او بشري حقونه له ډېرو لسیزو راهیسې یا له پامه غورځول شوي، یا د شعاري ژمنو تر سیوري لاندې پاتې شوي دي. د خپلواکۍ، بشري حقونو، او پر وسایلو د اختیار مبارزه اوږد او دروند تاریخ لري، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) له راټوکېدو سره دغو  شعارونو یو څه عملي بڼه غوره کړې ده. دغه غورځنګ نه یوازې د پاکستان ریاست او پوځ څخه د وېرې فضا ماته کړه، بلکې د ولس شعور یې لوړ کړ، هغه غږونه یې پیاوړي کړل چې تر دې وړاندې به چوپ پاتې وو.

ستونزې او اوسنی وضعیت (سیاسي غلامي)

د پښتنو زیاتره سیاسي ګوندونه، سیاسي شخصیتونه او قومي مشران د پاکستان د اساسي قانون تر چوکاټ محدود دي، کوم چې د فډراليزم په نوم یې قومي واکونه تر پښو لاندې کړي دي. دا ګوندونه او اشخاص لا هم د پوځ، ریاستي پالیسۍ، او استخباراتي فشارونو له مخې حرکت کوي او د پنجاب د بقاء لپاره د پښتنو پر حقوقو سودا کوي.

(زنځیري وژنې او ویره)

په تېرو کلونو کې، هغه کسان چې د ازادۍ، امن، او د وسایلو د اختیار خبرې کوي، هدف ګرځېدلي. هدفي وژنې، جبري تریتم، او د خلکو له منځه وړل یو سازماني تګلاره ده ، چې موخه یې د ویښتیا مخنیوی او د خاموشۍ فضاء حاکمول دي. پوځ، استخبارات، او امنیتي ادارې په پښتني سیمو کې د مطلق کنټرول خاوندان دي. عدلي او قانوني حدود ترې مات شوي، خلک بې محکمې وژل کېږي، او ترهګري په نوم لوبه د سیاسي غوښتنو لپاره دوامداره فعالېږي. دا عمل د ولس اعتماد وژلی او د قانون مانا یې له منځه وړې ده. دغه کار په خلکو کې ویره خوره کړې ده، او ډیری وخت چې خلک د یادو ادارو پرضد له څه ویلو او اعتراض ډډه کوي د خپل ژوند د بقاء لپاره چوپ دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د پاکستان په تاریخ کې لومړی ولسي غورځنګ دی چې د پوځ پر خلاف یې د وېرې دیوال ونړاوه. دا هغه غږ دی چې د ریاستي ظلم پر وړاندې د ولس په ژبه راپورته شو. غورځنګ د هر پښتون تر غوږ دا خبره ورسوله چې دوی د خپلو وسایلو، خاورې، ژبې، او ژوند اختیار نه لري. اوس عام خلک هم پوه شوي چې د دوی د حقوقو غصب سیستماتیک دی. پښتو ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد یوه بېلګه ګرځېدلې ده. د ګرفتاریو، وژنو، او تهدیدونو باوجود، غورځنګ د قانوني او ولسي فشار له لارې مبارزه کړې ده.

حل لارې او وړاندیزونه (د ملي جرګې د پریکړو پر بنسټ د خپلواک سیاست نوې لار)

تېر کال د پښتنو د ملي جرګې له لارې دا څرګنده شوه چې د قوم اکثریت نور د پاکستان د پاتی سیاستونو څخه ناراضه دی. جرګې نه یوازې د ظلمونو اسناد راټول او خپاره کړل، بلکې د یو واحد ملي دریځ بڼې ته یې بنسټ هم کېښود.  دا جرګه، چې د پښتو مېښتو بېلابېلو سیمو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو استازي پکې شامل وو، پر دې هوکړه وکړه چې نور باید د مبارزې بڼه، مسیر، او هدف واضح شي.  اوس اړتیا ده چې د جرګې پرېکړې تعقیب شي او د عملي اقدام لپاره لاندې ګامونه واخیستل شي.

۱- د ازادۍ، امن او اختیار لپاره لازمه ده چې یو ملي خوځښت جوړ شي، که په پښتون ژغورنې غورځنګ کې ټول شخصیتونه، قومي مشران او ځوانان راټولیږي ښه خبره ده خو که چیرې په غورځنګ تکیه نه کیږي پکار ده چې د ټولو خوځښتونو په ګډون یو ملي ټول منلی تحریک رامنځته شي. چې د موجوده ګوندونو له اخلاقي زواله ازاد وي، او یوازې د پښتنو د ازادۍ، امن، او پر وسایلو د اختیار ترلاسه کولو لاره تعقیب کړي.

۲-  د تیرکال د اکتوبر یولسمې جرګې د پرېکړو پر اساس دې د یو سیاسي منشور مسوده چمتو شي، چې پکې د خپلواکۍ، امن، د بشري حقونو، تعلیم، عدالت، او اقتصادي خپلواکۍ اصول شامل وي.

۳- د پښتنو د سیاسي مبارزې نوې نقشه دې جوړه شي، چې پکې د تشدد پرته سیاسي فشار، نړیوالې دیپلوماټیکې هڅې، او عامه شعور پراخول اصل تګلاره وګرځي.

۴- باید د ولسي غورځنګ تر څنګ، تعلیمي، اقتصادي، حقوقي، او ټولنیز فعالیتونه هم پراخ کړي، د شعور ورکولو مرکزونه، رسنیزې شبکې، او د قانوني مشورو لارې دې پرانیزي.

۵- د پښتنو تر منځ یووالي ته کار وشي، او هغه خاموش اقشار، لکه ښځې، ځوانان، او مهاجر، باید د تحریک برخه شي.

۶- په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، افغان ملتپال مجلسونه، او خپلواک خوځښتونه باید د پښتنو له قضيې خبر شي.

۷- د ترهګرۍ، زورواکۍ، او جبري تریتم مستند اسناد دې نړیوالو ته وسپارل شي.

۸- بلوچ تحریک، کشمير، او فلسطین غوندې، د پښتنو قضیه هم باید نړیواله شي.

پښتانه اوس د تاریخ هغه پړاو ته رسېدلي چې شعاري ادعاوې نور بسنه نه کوي. ولس بیدار شوی، خو مشرتابه لا هم زوړ دی. اوس اړتیا ده چې ولس خپل مشرتابه بدل کړي، خپلواک غورځنګونه وغځوي، د PTM ملاتړ پراخ کړي، او د ملي جرګې د پریکړو پر بنسټ د نوي سیاسي مسیر بنسټ کېږدي.

د ازادۍ، امن، او اختیار مبارزه ستونزمنه ده، خو دا یوازینۍ لار ده چې د پښتنو د بقاء، هویت، او نسلونو راتلونکي تضمینولی شي.

کابل د چنګاښ ۴ مه ۱۴۰۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...