تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۲مه』د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه د راستنو شویو افغان زدهکوونکو د ښوونې او روزنې مسئولیت په په غاړه اخلي.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هېواد ته راستانه شوي زده کوونکي به د هېواد په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي.
یاد وزارت کورنیو، اړوند سیمه ییزو مسئولینو، دیني علماوو او خیریه بنسټونو غوښتي، چې د دغه اسلامي او ملي مسئولیت د بریالي ترسره کېدو لپاره له وزارت سره مرسته وکړي.
د طالبانو پوهنې وزارت داسې مهال دا ډاډ ورکوي، چې هېواد ته د بیرته راستنېدونکو افغانانو په ډله کې هغه ماشومان هم شامل دي، چې ګاونډیو هېوادونو کې یې زدهکړې په نیمایي کې پاتې شوې دي.
خو اندېښنه دا ده چې په دغو زده کوونکو کې نجونې هم دي، چې د هغوی برخلیک به څنګه وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت په خپل دغه خبرداري کې هم د نجونو د زده کړو برخه کې څه نه دي ویلي.
په ټولنیزو رسنیو کې د راغلو کډوالو نجونو یوه اندېښنه هم په هېواد کې د دوی پر مخ د طالبانو له لوري تړلی ښوونیز سیستم دی چې دوی یې پکې له زده کړو منع کړي دي.
دوی هیله مندي ښیي چې طالبان به ژر د ټولو نجونو پر وړاندې ښوونیزې دروازې پرانېزي، هغه هیله چې لا مثبت ځواب نه لري.
د نجونو زده کړې خو دوی ته ارزښت نه لري. دوۍ به خپلې اورتې تور پنجاپی ته ورولي. دغه د جاهلان د پردیو غلامان کله غرور ضمیر لري.دغه تور اسلام سي بغدادي پیر هیبتو یې کاروي د افغان ولس د زوال خوا ته بیایی.بس مدرسې به وي هلته به د لوط قوم پکې حلکې کوي 😔