جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپرون شنبه ۵ زره افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

پرون شنبه ۵ زره افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۲مه』د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، پرون شنبه له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ۵۳۶۳ افغان کورنۍ راستنې شوې دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې ۷۹ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۲ د سپین‌بولدک، ۱۵۳۵ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۶ کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې او ۳۶۷۰ کورنۍ د هرات د اسلام‌ کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد کمېسیون زیاتوي، چې دغه کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې تورخم کې د طالبانو د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر ویلي، چې له پاکستانه ۸۰ تنه افغانان چې په دغه هېواد کې بندیان او له دوو تر شپږو ورځو یې د بند موده تېر کړې وه را خوشې شول.

ګوهر زیاتوي، په دغو بندیانو کې چې ښځې او ماشومان هم شامل دي پرون (شنبې د چنګاښ په ۲۱) تورخم کې افغان لوري ته سپارل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دا بندیان د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، خوست، بلخ، پکتیا او بغلان ولایتونو دي چې د لازمو مرستو په موخه مرستندویه بنسټونو ته ور پېژندل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب