جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو ریاست الوزرا: ‏افغانستان د مالګې برخه کې پر ځان بسیا...

د طالبانو ریاست الوزرا: ‏افغانستان د مالګې برخه کې پر ځان بسیا شوی

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۲مه』د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان د مالګي په تولید کې پر ځان بسیا شوی او د اړتیا وړ مالګه په هیواد کې تولیدوي.

د طالبانو یاد معاونیت نن (یکشنبه) په یوه وېډيوي پیغام کې کندهار، هرات، غور، غزنی، پروان، پکتیا، بلخ، فاریاب، سمنګان او تخار هغه ولایتونه یاد کړي چې، د مالګې کانونه په کې وجود لري.

سرچینه وایي، چې له ۱۲ تثبیت شوو کانونو څخه یې په کلني ډول ۳۴۴ زره مټریک ټنه مالګه را ایستل کېږي.

په وېډيوي پیغام کې ویل شوي چې، افغانستان په کلني ډول ۳۰۰ زره مټریک ټنه مالګې ته اړتیا لري چې، ۱۶۰ زره مټریک ټنه یې خوراکي او ۱۴۰ زره نوره حیواني ده.

سرچینه دغه راز، د کورنۍ مالګې د کارولو او ملاتړ په خاطر یې له بهر څخه پر مالګه را واردولو بندیز لګولی او دا مهال په هیواد کې د مالګې د تولید ۵۳ کارخونې فعالیت کوي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو کارخونو کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

کابو ۱۵ ورځې وړاندې هم یاد معاونیت ویلي و چې، افغانستان په ۱۳۰ برخو کې پوره او ۱۰۰ نورو برخو کې نیمه ځان بسیایني ته رسېدلی دی.

1 COMMENT

  1. عجب معاونیت دی
    خلک خو ډوډۍ نه لری ۲۵ میلیونه مالګه څه شی کې وکاروی ریشخند خبر دی متریک او ظرفیت باندی هم ګړیږی . ۲ میلیونه ماشومان دخوار ځواکی په سندروم اخته دی
    اقتصادی معاونیت دې دبهرنیو مؤسساتو د مرستو راپور په دقیقه توګه وګوری .
    کډوال خو لاپریږده چې له طبیعی فاجعی اوړی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب