جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد: پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی

خلیلزاد: پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۲مه』 افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په پاکستان کې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو، قومي وېش، اقتصادي بحران، او د قانون حاکمیت د کمزورۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

خلیلزاد په خپله “ایکس پانه” لیکلي، چې د پاکستان اوسنی حکومت باید د وضعیت د ښه کېدو او د لا زیات کړکېچ د مخنیوي لپاره مؤثر او بیړني اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په تېرو اونیو کې په پاکستان کې د هدفي وژنو، له تاوتریخوالي ډکو بریدونو او پراخو مظاهرو راپورونه ورکړل شوي دي.

د بشري حقونو ادارو هم په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو او د قانون د حاکمیت کمزوري کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ نه بلې ته په خرابېدو دی او هره ورځ ترې د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

1 COMMENT

  1. پاکستان سقوط ته نږدی شوی وو خو د خلیلزاد بادار ټرمپ په هندوستان فشار راوړ چې اوربند ومنی کچیری امریکا مداخله نه وای کړی نو د پاکستان ته به یی خپله نقشه په ګوګل کې رسمه کړی وه نو ځکه پاکستان ټرمپ په سولی نوبل جایزی ته پیشنهاد کړی مطلب چې همدا ټرمپ وو چې پاکستان ته یی ژوند ور وباښه
    بل دا چې په امریکا کې ځینو مدافعینو د خلیلزاد محکمي په اړه غږ پورته کړی چې هغه قضیه څنګه شوه اوس ټولی رسني خاموشه شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب