تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۲مه』د طالبانو کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې له دې وروسته به د دغه وزارت ټول مکتوبونه یوازې په پښتو ژبه وي.
عبدالمتین قانع رسنیو ته استولي غږیز پیغام کې ویلي، چې دوی هېڅ داسې پرېکړه نه ده کړې.
قانع زیاته کړې، چې ټول مکتوبونه او مراسلات د هېواد پر دوو ملي ژبو (پښتو او دري) لیکل کېږي.
څو ورځې وړاندې افغانستان انترنشنل تلویزیون ادعا وکړه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني امر کړی، چې له دې وروسته دې د دغه وزارت ټول رسمي مکتوبونه او مراسلات یوازې په پښتو ژبه ولیکل شي.
افغانستان انترنشنل په دې تورن دی چې په افغانستان کې قومي، ژبني او مذهبي تعصب ته لمن وهي. قومی او ژبنیو مسایلو د دې تلویزیون پر خپرونو سیوری غوړولی دی.
سلام اعلیکم! ولې د کارمل، رباني په واکمني کې هڅه کېدله، جې هر څه فارسي وي، له اخبار نیولې تر ادارې پورې، فرید مزدک هم پخپله یو مصاحبه کې دغه موضوع یادوي، د کرزي په حکومتداري کې د ملي سرود په اړه شخړې وې، چې هزاره محقق په سپینو سترګو د پښتو اشعارو پاڼې په کلتور وزارت کې د ټول پر مخکې پر مېز شنلې وې، چې (این چه مزخرفات است)، چې کرزي هم افغان شاعران ننګولي ول، چې په پښتو شعر نه شی جوړولی، نو زریاب به په فارسي ملي سرود جوړ کړي! له دې موضوع کریم خرم، حبیب الله رفیع او جهاني خبر دي! چې بیا کرزي قندهاریتوب وکړ او د جهاني شعر یې ملي سرود ته انتخاب کړ. پښتو د ملت د اکثریت ژبه ده، ځکه باید هم د ملت ملي ژبه غوندې د ادارې، ښوونځي او پوهنځیو ژبه شي او د علمي آثار په ګاڼو د سینګار او پیاوړې شي. وسلام
که څه هم د پورته لیکنی په هکله بحث به ډیر پراخ وی خو په لنډو ټکو کی:
۱- ژبه یوه وسیله ده نه هدف ( هیڅ ژبه هیڅ ډول خاص قداست نلری ).
۲ – یوه شعبده باز پر پښتو ژبی مَیَن کس ویلی دی:
{ آدم حوا سره پښتو ویَله – خدای له موسی سره پښتو.ویله}
خو کاشکی ئی داسی هم ویلی وای چی:
” زموږ مشرانو له باچا سره پاړسو ویَله “.
۳ – پخوانی طالبانو به د مقدماتی دینی علم د کسب په پیل کی د سعدی د بوستان کتاب ته مراجعه کوله خو داسی ښکاری چی کوم چا به د عمر بن خطاب د هغی مقولی ادرس ور کړی وی کوم چی ( فارسی ژبه یوه نحسی ژبه ده نو مسلمان ئی له زده کړی څخه ځان باید لیری وساتی ).
۴ – د تیمور شاه ابدالی وروسته تر نن ورځی پوری پښتو ژبه خواره او یتیمه وه خو دوه ځله ” ارګ ” ته د ننوتلو بلنه ور کړه شویده د بده مرغه دواړه ځله ئی پوړنی نور هم څیری او خیرن شویدی ( اول ځل د ثور پر اوومه او دوهم ځل څلور کلونه مخکی تر نن ورځی پوری ).
۵ – نړیوال استعمار د نورو دسیسو تر څنګ فرهنګی او ژبنی استعماری پروژه هم په کار اچولی ده ( د پښتونخوا پښتون قام په ښووننیز ډګر کی د خپلی مورنی ژبی د زده کړو څخه بی برخی دی او جبراً اُردو ژبه کارَوی خو په افغانستان کی د فارسی ژبو وطنوالو فرهنګ د حذف او نفی د سوټی تر فشار لاندی راولی.
۶ – دا واقعیت به ومنل شی چی پښتو ژبه یوه اکثریتی ژبه ده خو په رسمی ډګرونو کی به د ستونزو سره مخامخ شی ځکه پښتو ژبه تر اوسه پوری د خالص عیار کچی ته نه ده رسیدلی او رسیدل ئی هم ناممکن ښکاری ( په حقیقت کی د نن ورځی د پښتو طبیعی نقشه جزیره ای بڼه او ماهیت لری مانا دا جزیری ددی لامل ګرځیذلی دی چی یو پراخ سمندر تشکیل شی ).
۷ – د علمی مرکزونو پڅوالی به د یو هیواد ملی او رسمی ژبه یا ژبی د تکامل د بحران سره مخاوخ کړی ( یوازی ددې او هغه چارواکو پښتو یا غیر پښتو ږغیدل به کفایت ونکړی بلکه دا کار یوی علمی پروسی ته اړتیا لری.