جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهافغانستان او پاکستان کابو یو ملیارد ډالر سوداګري کړې

افغانستان او پاکستان کابو یو ملیارد ډالر سوداګري کړې

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۲مه』د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلان وايي، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۹۸۹ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن (یکشنبه) رسنیو ته ویلي چې، په دغه راکړه ورکړه کې ۲۷ ملیونه ډالر صادرات او ۷۱۲ ملیونه ډالر واردات دي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان په صادراتو کې ممیز، پنبه، پیاز، د ډبرو سکاره، رومیان، مۍ او یو شمېر نور توکي شامل دي.

دغه راز په وارداتي توکو کې بوره، وریجې، د کارخونو خام مواد، طبي او نور مواد شامل دي.

له دې سره هممهاله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وایي، که څه هم له دغه هیواد سره د غلام خان بندر تړل شوی؛ خو د سږ کال په سوداګرۍ کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب