جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسبا په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی

سبا په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۲مه』د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې سبا (دوشنبه) په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، سرپل، بغلان او بدخشان ولایتونه یاد شوي دي.

په یادو ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو د باران اټکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز په سویلي، سوېل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی دی چې، چټکوالی یې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې یاد شوی دی.

نن یکشنبه هم د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی وو.

دغه اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، تازه نن په ننګرهار کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي خو تر اوسه یې د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره اوونۍ هم په ننګرهار کې د سېلابونو له امله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ژوبل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب