جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهنورستان کې په لومړي ځل د یاقوتو ډبره استخراج شوه

نورستان کې په لومړي ځل د یاقوتو ډبره استخراج شوه

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۳مه』په نورستان کې د یاقوت لومړنۍ یو کیلو ګرامه ډبره استخراج شوه.

نورستان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت د برګ‌مټال ولسوالۍ له پیشورک کان څخه یو کیلو ګرامه یاقوت ډبره استخراج شوې ده.

نورستان کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاقوت دا ډبره په ولسوالۍ کې د داوطلبۍ له لارې پر ۱۰۰ زره افغانیو وپلورل شوه.

دغه راز  د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، نورستان کې پرون (یک شنبه) د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو داوطلبي ترسره شوه چې په ترڅ کې یې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج د ۱۲۰ میلیون افغانیو په بدل کې وپلورل شول.

وزارت ویلي چې په دغو پیسو کې د طالبانو ونډه ۱۲ سلنې وه.

نورستان کې لسګونه کانونو کې همدامهال کیندنې روانې دي، چې سلګونه کسان پکې په مار بوخت دي.

خو د دې برخې مسلکیان بیا نیوکه کوي، چې ډيری کانونه مسلکي نه کیندل کېږي او له همدې امله ډيری وخت قیمتي ډبرې له منځه ځي.

نورستان د نیمه قیمتي ډبرو ترڅنګ د بیروجو او زمرودو پراخه کچه کانونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب