تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۳مه』د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې نن (دوشنبه) په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، سرپل، بغلان او بدخشان ولایتونه یاد شوي دي.
په یادو ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو د باران اټکل شوی دی.
په خبرپاڼه کې دغه راز په سویلي، سوېل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی دی چې، چټکوالی یې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې یاد شوی دی.
پرون یکشنبه هم د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی وو.
دغه اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، پرون هم د ننګرهار په دره نور ولسوالي کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې دي.
تېره اوونۍ هم په ننګرهار کې د سېلابونو له امله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ژوبل شوي وو.