خالداحمد کوهستانی
سریزه
د ۲۱مې پيړې په ترڅ کې، د مخابراتي وسایلو پراختیا او د رسنیو ځواک سره، جګړې یوازې په نظامي ډګر پورې محدودې سوي نه دی. نننۍ جګړې د خلکو په ذهنونو، عقایدو او د معلوماتو په فضا کې هم روانې دي. د پروپاګند او معلوماتي جګړې مفاهیم د معاصرو جګړو په زړه کې ځای نیولی دی (Ellul, 1973).
له همدې امله ویلای سو چې په اوسنۍ زمانه کې یوازې وسله واله جګړه یا د اور تبادله د جګړې برخلیک نه ټاکي، بلکې په هر بشپړ جګړه کې د رسنیو دیپلوماسي او تبلیغاتي جګړې د عامه افکارو د کنټرول او تسلط لپاره بنسټیزه او مهمه ونډه لري.
په داسې حال کې چې ښکاره جګړې لکه د اسراییلو او ایران تر منځ شخړې، د روسیې او اوکراین جګړه، او اوږدمهاله کړکيچونه لکه د افغانستان او فلسطین شخړې نړۍ ګیر کړي دي، یو پټ او خاموشه جګړه هم روانه ده چې هغه د حقیقت د کنټرول جګړه ده.
پروپاګندا یا هدفمند تبلیغات، د حکومتونو، سیاسي ډلو او حتی رسنیو له خورا پیاوړو وسایلو څخه ګڼل کيږي. د دې تبلیغاتو هدف عموماً د عامه افکارو انحراف، د دښمن روحیه کمزوري کول، او د نظامي عملیاتو قانوني او اخلاقي توجیه کول دي. په دې حالت کې، عادي وګړي چې له لرې د جګړو څارونکي دي، د متناقضو او پراخو خبرونو او تحلیلونو لاندې راځي، او حقیقت پيژندل ورته لویه او حتی خطرناکه ننګونه ګرځي.
په دې مقاله کې هڅه کوو چې وښیو څنګه د دې معلوماتي ګډوډۍ په منځ کې د حقیقت پر لور لار ومومو. موږ د ابزارونو، لارو او وروستیو جګړو د بیلګو له لارې لوستونکي سره مرسته کوو چې پروپاګندا وپیژني، د واقعیت د تحریف تخنیکونه درک کړي او د نیوکه کوونکي فکر اهمیت په جګړه کې درک کړي.
پروپاګندا څه دی او څنګه کار کوي؟
پروپاګندا (هدفمند سیاسي تبلیغات) یوه داسې اړیکه ده چې د ټاکلو پیغامونو، احساسي انځورونو او د لاس غوره سوو معلوماتو په وسیله هڅه کوي چی د مخاطب فکر، باور یا چلند په یوه ځانګړې لور سوق کړي. په ځانګړي ډول په جګړو کې، دا ډول تبلیغات یوې خاموشه خو خورا قوي وسلې ته بدلیږي (Jowett & O’Donnell, 2019).
په ساده توګه، پروپاګندا هغه پروسه ده چې په کې له مختلفو مراجعو څخه یو واحد پیغام په بیلابیلو بڼو خلکو یا ټولنو ته استول کیږي ترڅو د دوی افکار بدل او عامه ذهنونه کنټرول کړي. که چيری همدا تبلیغات افشا سي، نو تبلیغ یی بندیږی.
د کره او بې طرفه معلوماتو بر خلاف، پروپاګندا هڅه کوي حقیقت تحریف کړي یا یوازې د حقیقت یوه برخه ښکاره کړي. حکومتونه، پوځونه او رسنۍ کولی سي له دې څخه د خپلو حملو د توجیه، د خلکو د روحیې کمزوري کولو، یا د داخلي بحرانونو د پټولو لپاره کار واخلي.
پروپاګندا اکثره حساسي انځورونه، موسیقۍ او ویډیوګانی، د اتلولۍ کیسو جوړول، یا د دښمن شیطان ښودل، د یوی ځانګړي پیغام تکرار، او د حقیقت برخې سانسور کولو له لارې خپرېږي. په ټولنیزو شبکو کې دا ډول محتوا ګانی خورا ژر خپرېږي او حتی نړیوالو افکارو ته جهت ورکوي.
د پروپاګندا ماهیت پيژندل د جګړې په دوران کې د معلوماتي جګړې د لوبې د درک لومړنی ګام دی. پرته له دې درک څخه مخاطب ډېر ژر د رسنیو د فریب ښکار کیږي.
د ورستیو جکړو په دګر کی د اطلاعاتی جګړو( پروپاګندا) د بیلګو مطالعه
الف – د ایران او اسراییلو شخړه: چوپتیا، مبالغه او سانسور
په وروستیو میاشتو کې د ایران او اسراییلو تر منځ مستقیم او غیر مستقیم ټکرونه زیات سوي دي. خو د کلاسيکي جګړو برخلاف، دلته هغه څه چی تر مرمیو ډېر کاریږي د معلوماتو کنټرول دی. اسراییل ډېره سخته د رسنیو د سانسور پالیسي لري او د تلفاتو، د دښمن د بریاوو، او د تاکتیکی ماتی په اړه معلومات محدودوي. په مقابل کې، د ایران نږدې رسنۍ اکثره د بشپړې بریا راپورونه خپروی چې د حقیقت تایید یې بیله مستقله منابعو نسي کیدلای. دا تقابل د خلکو لپاره د اوازې، شکونو او د جعلي روایتونو ځای پراخوي، او عام ذهنونه د حقیقی وضیعت د درک څخه لیری کوی.
ب – د روسیې او اوکراین جګړه: متضاد روایتونه د رسنیو په دوو جبهو کی
د روسیې او اوکراین جګړه د معاصر معلوماتي جګړې تر ټولو ستر ډګر ګڼل کيږي. روسیه د خپلو دولتي رسنیو لکه RT له لارې، خپل برید د «ځانګړې عملیات» په توګه معرفي کوي، پداسې حال کې چې غربي رسنۍ د اوکرایني قربانیانو او د روسیې پر ماتې باندې تمرکز کوي او ځینې وخت مبالغه هم کوي. د احساسي انځورونو، لنډو ویډیوګانو او اتلولۍ روایتونو خپرول د دې جګړې یوه برخه ده. عام وګړي چې په انګلیسي یا روسي ژبه نه پوهیږي، اکثره د ناقصو او تحریف سوو روایتونو سره مخ کیږی.
ج – افغانستان: د ناټو او طالبانو تر مینځ پروپاګند، د دواړو خواوو جګړه پر ذهنونو باندی
د ناټو شل کلن حضور په افغانستان کې او له هغې وروسته، د نړۍ له سختو معلوماتي جګړو څخه یوه جګړه په افغانستان کی جریان درلود. ناټو هڅه کوله چی ښوونې او روزنی، روغتیا او بنسټیزو پروژو د جوړولو او پرمختګ د ښودلو له لارې خپل ماموریت بریالی معرفي کړي، خو واقعیت د ډېرو سیمو لپاره توپیر درلود. طالبانو بیا د ټولنیزو شبکو او ویډیويي پیغامونو له لارې ځان د ملي مقاومت په توګه معرفي کاوه او د لویدیځ ماتې او د مسلمانانو مظلومیت باندې یې ټینګار کاوه. دواړه خواوی هڅه کوله چی حقیقت هغه ډول معرفی کړی کوم دوی غوښتل.
د جګره ایزو درواغو او غلطو معلوماتو نښې نښانی
په جګړه کې، د رښتیا او درواغو پېژندل ډېر ستونزمن او پېچلی کار دی، ځکه ډېری رسمي او غیر رسمي سرچینې خپله د معلوماتي جګړې یوه برخه دي. خو بیا هم، د ځینو نښو په پېژندلو سره موږ کولی سو شکمن، نا سم یا غولونکي معلومات وپیژنو.
الف – د یوه مشخص پیغام ډېر تکرار
د پروپاګنډا یوه اصلي وسیله دا ده چې یو ځانګړی روایت په دوامداره ډول تکرار کوی. که چېری یو خبر یا تحلیل په څو ځلو له بېلابېلو سرچینو څخه خپاره سی، او ټول یې تقریباً ورته عبارتونه کاروي او معتبره سرچینه یا مستند جزئیات نه وړاندې کوي، نو ډېر احتمال لري چې دا د رواني جګړې برخه وي.
ب – د احساساتو شدید استعمال
هغه معلومات چې د وینو په رنګ ډک انځورونه، اغېزناکه موسیقۍ او یا احساساتي جملو سره خپرېږي، هدف یې د خلکو احساسات راوپارول دي، نه رښتینی خبر ورکول. دا طریقه زیاتره د دښمن پر وړاندې د کرکې، وېرې او قهر د خپرولو لپاره کارول کېږي.
ج – د معتبرې سرچینې نشتوالی
هغه خبرونه چې سرچینې یې مبهمې وي یا د ” سرچینو په حواله “، “یو نا معلوم چارواکي” یا “محلي رسنیو” څخه یادونه کوي، باید په احتیاط سره وکتل سي. معتبرې سرچینې شفافې، قابل ارجاع او ځواب ویونکې وي.
د – یو طرفه راپورونه او د مخالف نظر نشتوالی
که په یو راپور یا خبر کې یوازې د یوې ډلې نظر وړاندې کېږي او د مقابل لوري نظر یا بې طرفه تحلیل ته هېڅ ځای نه ورکول کېږي، نو دا ډېره ممکنه ده چې پروپاګنډا وي. حتی معتبرې رسنۍ هم کېدای سي په جګړه کې بشپړ بې طرفي رعایت نه کړي.
هـ – یو خبر له تائید څخه پرته په چټکۍ سره خپرول
د جعلي خبرونو یا پروپاګنډا نښه دا ده چې په ټولنیزو شبکو کې په ډېر سرعت خپرېږي. په جګړه کې زیاتره معلومات پرته له دې چې د بې طرفه ادارو یا مسلکي حقیقتپالانو له لوري تایید سي، په چټکۍ سره خپرېږي او وروسته دروغ ثابتېږي، خو هغه وخت ډېر ناوخته وي.
و – د بېلابېلو سرچینو تر منځ تضاد
که د یوه پېښه (لکه یو هوايي برید) په اړه له مختلفو سرچینو څخه ډېر متفاوت یا متضاد راپورونه خپرېږي، نو دا نښه ده چې لا هم حقیقت روښانه سوی نه دی او باید ژر پرې قضاوت ونه سي.
ی – د حقیقت او تبلیغاتو بېلول
لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده، په نړۍ کې د معلوماتو خپرول یا د عامه اړیکو وسایل هېڅکله د سولې او جګړې تر منځ درېیم بې طرفه حالت نه لري. نو ځکه د معاصرو رسنیو په ځانګړي ډول ټولنیزو شبکو لیدلوری په بشپړه توګه بې طرفه نه سي کېدای. ځکه د رسنیو فعالیت یا معلوماتي خپرونې یوازې د دوو موخو لپاره ترسره کېږي: تجارت او سیاست، چې په ملي او نړیواله کچه اغېز لري.
لکه څنګه چې پورته هم یادونه وسوه، تبلیغات تل د غیر مستقلو سرچینو له لارې خپرېږي تر څو د خلکو یا لویو ټولنو په ذهنیت کې مثبت یا منفي تصورونه پیدا کړي.
د جګړې په دوران کې د حقیقت پېژندلو وسیلې او لارې
په داسې حال کې چې له رسنیو، ټولنیزو شبکو او رسمي او غیر رسمي سرچینو څخه د معلوماتو سېلاب راتویږی ، د دی لپاره چی حقیقت د درواغو څخه جلا کړو و مهارتونو او ابزارتو ته تر هرڅه ډیر ضرورت دی. په دې برخه کې، موږ هغو مهمو لارو او سرچینو ته اشاره کوو، چې کولای سې د ښاریانو، څېړونکو او د رسنیو فعالانو سره د حقیقت په روښانه کولو کې مرسته وکړي.
د رښتیا ازمویلو د ویبپاڼو څخه استفاده (Fact-Checking).
هغه ویب پاڼی لکه:
Snopes
Bellingcat
FactCheck.org
AFP Fact Check
BBC Verify
دا ادارې په خپلواکه توګه خپاره سوي خبرونه او انځورونه تحلیلوي او د شواهدو پر بنسټ یې د سمون یا ناسمون ارزونه کوي. د دغو سرچینو څخه استفاده کول، د معلوماتي دوکو (فریب) څخه د مخنیوي په لور یو مهم ګام دی.
د انځور او ویډیو د پلټنې لپاره ډیجیټلي وسایل کارول
داسې وسایلو په مرسته لکه:
Google Reverse Image Search
Tineye
InVID
کېدای سي دا معلومه سي چې یو انځور یا ویډیو رښتیا د یاد سوي پېښې پورې اړه لري که له زړو آرشیفونو اخیستل سوې او د حقیقت د تحریف لپاره کارول سوې دی.
د بېلابېلو خبري سرچینو پرتله کول:
هیڅ یوه خبري سرچینه سل په سلو کې بې پرې نه ده. حقیقت ته د نږدې کېدو لپاره، لازمه ده چې یو خبر له بېلابېلو سرچینو (چې بېلابېل تمایلونه لري) څخه پرتله کړو، لکه:
لوېدیځې رسنۍ، BBC، CNN
روسي رسنۍ، RT
عربي رسنۍ، الجزیره، العربیه
ایراني رسنۍ، صدا و سیما
سیمه ییزې او محلي رسنۍ
د دي ادارو د نشر سوی خبرونو او مطالبو ارزونه د بلابیلو زاویو څخه تر مقایسی وروسته کولای سو چي د یوی حقیقی موضوع جامع انځور تر لاسه کړو. او د غلطو معلوماتو او فریب څخه د مخنیوي په برخه کې ګټه واخلو.
د خبر د ژبې او د لیکدود ته پاملرنه:
هغه خبرونه چې په کې له افراطي کلمو، سپکاوي،بېځایه قضاوت، تحقیر او توهین څخه کار اخیستل کېږي (لکه: خبیث، وحشي، مقدس، شهید) اکثره یو اړخیزه وي، او باید په ډېر دقت سره وکتل او وڅېړل سي.
د سرچینو شننه د خپلواکو متخصصینو په واسطه:
په پېچلو او تخنیکي مواردو کې (لکه د یو پرمختللي جنګي الوتکې د رالوېدو ادعا، یا د یوې ځانګړې وسلې کارول)، خپلواکو او بېطرفه نظامي شنونکو او متخصصینو ته مراجعه کول کولای سي، حقیقت لا روښانه کړي.
د معلوماتي فریب سره د مبارزې په برخه کې د ښاریانو او خپلواکو رسنیو رول
د جګړې په دوران کې، کله چې حقیقت د سیاسي روایتونو او نظامي پروپاګند قرباني کیږي، ښاریان او خپلواک رسنۍ د حقیقت په بیا رغاونه کې حیاتي رول لوبوي.
د معلوماتو د تحریف سره مبارزه یوازې د مسلکي خبریالانو یا رسمي ادارو دنده نه ده؛ بلکه هر شخص کولای سي او باید په دې مبارزه کې خپله برخه ولري.
الف – د هوښیارو ښاریانو رول:
عام ښاریان د نقادانه فکر او د معلوماتو د څیړنې مهارتونو په لرلو سره کولای سي د جعلي خبرونو او پروپاګند خپرېدو مخه ونیسي. دا رولونه لکه: د سرچینې د کتنې پرته د معلوماتو ژر خپرېدو څخه ډډه کول، د ریښتینولي د ازموونې وسیلو زده کړه، مشکوک محتویات ټولنیزو شبکو ته راپور ورکول، او نورو ته د خپلواک فکر او رغنده خبرو اترو هڅونه.
هغه عام وګړی چې په هوښیارۍ سره له خبرونو سره چلند کوي، یوازې د معلوماتو مصرف کوونکی نه دی، بلکه د حقیقت ساتونکی ګرځي.
ب – د خپلواکو او غیرحزبي رسنیو اهمیت:
د لویو رسنیو ترڅنګ چې کله نا کله طرف نیسی، کوچنۍ، سیمه ییزې یا خپلواکې رسنۍ اکثره د جګړې د قربانیانو او د سانسور سویو اړخونو غږ انعکاسوي.
همدا رسنی کولای سي تر یو حده د سیاست او حکومتي نفوذ څخه خپلواکي ولري او د بېغږه ټولنو غږ انتقال کړي.
ج – خپلواکې رسنۍ:
عموماً د ژورنالیزم اخلاقي اصولو ته ډیر پابند وي، لږ په سوداګریزه او تبلیغاتي سیالۍ کې ښکېل وي، او هڅه کوي د پېښو څو اړخیزه او انساني انځور وړاندې کړي.
د – په ټولنه کې د رسنیو پیاوړی کول:
په ښوونځیو، پوهنتونونو، کلتوري مرکزونو او ټولنیزو شبکو کې د رسنیو سواد لوړول د معلوماتي فریب سره د اوږدمهاله او اغیزمنې مبارزې یوه لاره ده.
هغه ټولنه چې د حقیقت د تحلیل او پیژندلو مهارت پیاوړی کړي، د هر ډول معلوماتي جګړې په وړاندې به قوي مقاومت ولري.
پایله او سپارښتنې
په جګړه کې، حقیقت لومړی قرباني وي. د جګړې ډګر اوس یوازې غرونه او خاوری نه دي، بلکې ذهنونه، باورونه او د خلکو ګډ حافظه هم د معلوماتي جګړې میدان ګرځېدلي دي.
په داسې حالاتو کې، د پروپاګندا پېژندنه، د ریښتنی معلوماتو څېړنه او د رسنیو ځواکمنتیا یو ناگزیر ضرورت دی.
هغه څه چې د ایران او اسرائیلو شخړه، د روسیې او اوکراین جګړه، او د افغانستان پېښې موږ ته ښوولې دي، دا ده چې هیڅکله باید یوازې په یو اړخیز روایت باندی باور ونکړو.
حقیقت تل د بېلابېلو روایتونو ترمنځ پټ وي او د موندلو لپاره یې څېړنه، فکر او زغم ته اړتیا لري.
دپرو پاګندا څخه د حقیقت د پېژندلو لپاره وړاندیز سوې لارې چارې:
هیڅ خبر په اسانۍ سره مه منئ، لومړی یې سرچینه او اعتبار وګورئ.
د ریښتینولي د ازمویلو وسایل او د انځورونو او ویډیوګانو تحلیل وکاروئ.
له بېلابېلو سرچینو څخه (کورني، بهرني، سیمهییز او خپلواک رسنی) څخه خبرونه ترلاسه کړئ او پرتله یې کړئ.
له احساساتی، چټکی او بې له کتنې خبرونو خپرولو څخه ډډه وکړئ.
نقادانه فکر تمرین کړئ او خپور یې کړئ؛ په ځانګړې توګه په کورنۍ، ښوونېزو مرکزونو او رسنیو کې.
د خپلواکو او بې ګونده رسنیو ملاتړ وکړئ او خپل نقش د پوهې په خپرولو کی جدي ونیسئ.
په پای کې، د حقیقت دفاع د انسانیت دفاع ده. لکه څنګه چې په جګړو کې زړور سرتېري ته اړتیا وي، د معلوماتي جګړې په ډګر کې هم هوښیارو فکرونو او مسئول ښاریانو ته اړتیا ده. راتلونکی د هغو ملتونو دی چې اجازه نه ورکوي ذهن او ژبه یې د پروپاګندا د ماشین د لاس ابزار جوړ سی.
د ماخذونو لړلیک
Ellul, Jacques. Propaganda: The Formation of Men’s Attitudes. Vintage Books, 1973
یو کلاسیک کتاب چې د پروپاګندا اساسي نظریې او طریقې په معاصرو ټولنو کې تشریح کوي.
Benkler, Yochai; Faris, Robert; Roberts, Hal. Network Propaganda: Manipulation, Disinformation, and Radicalization in American Politics. Oxford University Press, 2018.
ژوره څېړنه چې ښيي څنګه ناسم معلومات په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپرېږي او خلک سخت دریځه کېږي.
Bellingcat (www.bellingcat.com
یو له تر ټولو معتبر او خپلواکو څېړنیزو پلاتفورمونو څخه چې د جګړو اړوند معلوماتو د کره والي پلټنه کوي، په ځانګړې توګه د اوکراین، سوریې، اسرائیل او ایران په قضیو کې.
BBC Verify (www.bbc.com/news/verify)
د بي بي سي ځانګړې څانګه چې په مجازي نړی او رسمي رسنیو کې خپاره سوي خبرونه تحلیل او کره کوي.
Snopes (www.snopes.com)
له تر ټولو زړو ویبپاڼو څخه چې د افواهاتو او جعلي خبرونو کره والی معلوم کوي.
InVID Verification Plugin (https://www.invid-project.eu/tools-and-services/invid-verification-plugin/)
یو تحلیلي وسیله چې د کړکېچونو او جګړو پر مهال د خپرو سوو ویډیوګانو او انځورونو د کره والي څېړلو لپاره کارول کېږي.
EU vs Disinfo (https://euvsdisinfo.eu/)
د اروپایي اتحادیې پروژه چې د حکومتي پروپاګندا په ځانګړي ډول د روسیې او ختیځې اروپا اړوند پېژندلو او مقابله کولو لپاره ده.
Freedom House – Freedom on the Net Reports
د هغو هېوادونو د رسنیو او انټرنټ ازادۍ د حالت څېړنه چې له بحران سره مخ دي.
Al Jazeera Media Literacy Series
د الجزیرې ښوونیزه لړۍ چې د عرب نړۍ لپاره د رسنیو پوهاوی لوړوي، او د پروپاګندا بېلګې تشریح کوي.
Jowett, G. S., & O’Donnell, V. Propaganda & persuasion (7th ed.). SAGE Publications, 2019
یو مهم اثر چې د پروپاګندا او قناعت ورکولو په اړه علمي او عملي تحلیل وړاندې کوي.
خالد احمد کوهستانی
د سوداګرۍ مدیریت ارشد متخصص، د سیاسي او ټولنیزو چارو څیړونکی
کابل، افغانستان