جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د روس شنونکي...

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د روس شنونکي نظر

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه) روسی څېړونکی پروفیسر الکساندر کنیازوف، په یوه تازه مرکه کې د روسیې له‌خوا د طالبانو د رسميت پېژندنې پریکړه له شکونو څخه د تېرېدو او له افغانستان سره د رغنده همکاریو د پيل نښه بللې.

 نوموړي ویلي، دا اقدام نه یوازې له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته د واک تشه ډکوي، بلکې د روسیې د جیوپولیټیکې ستراتیژۍ برخه هم ده.

د بهرنۍ پالیسۍ مهم ګام

کنیازوف، چې د مسکو د نړیوالو اړیکو د دولتي پوهنتون (MGIMO) د نړیوالو مطالعاتو انستیتوت لوړپوړی څېړونکی دی، وايي چې دا پېژندنه یو مهم سیاسي ګام دی. نوموړي زیاته کړې چې دا کار د طالبانو پر وړاندې د روسیې دریځ له دښمنۍ څخه شراکت ته بدلوي.

په افغانستان کې نسبي ثبات

کنیازوف باور لري چې طالبان تر ډېره بریده بریالي شوي چې پر ټول هېواد کنټرول ټینګ کړي، د امنیت وضعیت بهتر شوی او خلک یې له حکومت سره چندان مخالفت نه لري. نوموړي زیاته کړې، که څه هم طالبان د مشروعیت نړیواله پېژندنه نه لري، خو دننه په هېواد کې یې مشروعیت تر ډېره منل شوی دی.

د نړیوالو اړیکو مبهم حالت

هغه وايي، اوسنی وضعیت چې هېوادونه له طالبانو سره اړیکې لري، خو دوی په رسمیت نه پېژني، غیرطبیعي ښکاري. د چین له خوا د طالبانو د سفیر د باورلیک منل هم په عملي ډول یو ډول پېژندنه ده.

د روسیې ستراتیژیک هدفونه

د کنیازوف په اند، افغانستان د روسیې لپاره جیوپولیټیک او جیو‌اقتصادي ارزښت لري، ځکه له روسیې سره د جنوبي هېوادونو د وصل لپاره د سرحدي دهلېزونو په جوړېدو کې رول لري. خو هغه خبرداری ورکړی که چیرې بهرني ځواکونه بیا لاسوهنه وکړي وضعیت منفي بدلون کولی شي، د ترهګرو ډلو ظهور او د طالبانو دننه انشعاب هم شوني خطرونه دي.

د لویدیځ احتمالي غبرګون

کنیازوف ویلي، لویدیځ، په ځانګړي ډول امریکا، ښايي د طالبانو ضد ډلو لکه شمالي جبهې یا نورو افراطي ډلو ته ملاتړ برابر کړي، خو دا یوازې هغه وخت امکان لري چې سیاسي او مالي منابع ورته موجود وي. نوموړي دا هم ویلي چې اوس امریکا منابع تر ډېره په اوکراین او اسرائیل ویشلي، او د افغانستان پر لور ژر اقدام نه‌شي کولای.

د منځنۍ آسیا امنیت

د کنیازوف په وینا، روسیه د منځنۍ آسیا د امنیت تضمینوونکی هېواد پاتې شوی او تمه ده چې له افغانستان سره دا نوې همکاري به د سیمې د امنیت د پیاوړتیا سبب شي. هغه وړاندیز کړی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د افغانستان-سیمې د اړیکو کمیټه باید بیا فعاله شي او ګاونډي هېوادونه باید له طالبانو سره د امنیتي همکاریو پراخولو ته ادامه ورکړي.

د نورو هېوادونو احتمالي دریځ

کنیازوف ویلي، داسې ښکاري چې ځینې هېوادونه به ژر د روسیې پیروي و نه‌کړي، ځکه دوی د لویدیځ له غبرګونه ویریږي. خو هغه باور لري چې ایران، چین، ترکمنستان او ځینې عربي هېوادونه به یا خو طالبان په رسمیت وپېژني یا به یې همکاري له بیانیو پرته دوام ومومي.

د همکاریو نوی پړاو

کنیازوف وايي، د طالبانو رسميت پېژندنه د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاریو نوی فصل پرانیزي. هغه وویل، روسیه اوس افغانستان ته یوازې د تهدید نه، بلکې د فرصت په سترګه ګوري. دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، امنیت، تعلیم او کلتور په برخو کې د ژورو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.

1 COMMENT

  1. څلور کاله ډیر وخت دی
    تالیبان هسې په دې غټو عنوانو نو تیر وځی که تالیبان واقعا غواړی له دی ستر پیچلی کړکیچ ځان وباسی نو په کار ده چې ملی ارزښتونو، ملی حاکمیت ، کورنیو ضوابطو او روابطو ته اهمیت ورکړی اوداهل کار له رجالو سره لاره موندی، حکومتی خلاقیت او اخلاق، دافغانستان ټول هغه عوامل چې په خپله دافغانانو کار دی نه دې زاړه بی خبره روس ته اړه شته او نه بل اسحق دار ته. وایی غوټه چې په لاس خلاصیږی خولې ته ضرورت نه شته!
    دټولو عواملو اصلی کلی خپل تالیبان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...