تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۸ مه) د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون (IFRC) د سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ښايي د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې له ایران څخه یو میلیون نور افغانان هم وایستل شي، چې دا به په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم کړکیچن کړي او د مرستو بهیر به، چې تمویل یې محدود شوی، له سختو ستونزو سره مخامخ کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري وایي چې د روان کال له پیله تر اوسه له ایران څخه تر ۱.۲ میلیونو زیات افغانان شړل شوي دي، او دا بهیر په تېرو اوونیو کې په تېره بیا له هغه وروسته چې د ایران او اسراییل ترمنځ تیره میاشت (جون) جګړه وشوه، چټک شوی دی.
سامي فاخوري، چې په افغانستان کې د IFRC د پلاوي مشر دی، په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې هغه په اسلامکلا بندر کې د ډلهییزو ستنېدنو عیني شاهد و، چې دا بندر د افغانستان د هرات ولایت اصلي سرحدي لار ده.
هغه وویل: «موږ تمه لرو چې ښايي د روان کال تر پایه یو میلیون نور کسان، او ښايي زیات، له ایران څخه افغانستان ته ستانه شي. ډېرو ته هېڅ اختیار نه و ورکړل شوی، هغوی په بسونو کې کښېنول شول او سرحد ته راوستل شول.»
دا جبري ستنېدنې په سرحدي ولایتونو، په ځانګړي ډول هرات او نیمروز کې، سخت فشار راوستی، چیرته چې هره ورځ زرګونه کسان راځي — زیاتره یې نه سرپناه لري، نه اسناد او نه هم د کورنۍ ملاتړ.
د مرستندویه کارکوونکو په وینا، د خلکو دا بهیر تقریباً له کنټروله وتلی دی.
فاخوري خبرداری ورکړ چې ډېری بېرته ستانه شوي کسان اوس بېکوره دي، هغوی کلونه مخکې د جګړې، وچکالۍ یا سیاسي ځورونې له امله له افغانستانه تښتېدلي وو، او اوس بېرته داسې ټولنو ته راستانه شوي چې یا خو له منځه تللي یا نه شي کولی هغوی ته ملاتړ برابر کړي.
هغه هم ورځې وی چې یوه افغانه میرمن (سراج) یوې نړیوالی جایزی ته کاندیده وه او ورسره یوه ایرانی هم، خو ایران کی میشت افغانانو د میرمن سراچ په وړاندی دومره تحریب وکړ او د ایرانی لپاره یی دومره صفتونه کړل چی بالاخره جایزه له میرمن سراج څخه هغی ایرانی ته ورکړل شوه، کنه اوس به میرمن سراج دغو راشړل شویو سره څومره مرسته کړی وه.