جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+في‌‌البديهه يا سم‌لاسي وينا څنګه وکړو؟ / بصيرالحق عادل

في‌‌البديهه يا سم‌لاسي وينا څنګه وکړو؟ / بصيرالحق عادل

تاسو به د في‌البديهه مشاعرې اصطلاح اورېدلې وي، خو د في‌البديهه خبرو يا وينا اصطلاح به مو يا نه‌وي اورېدلي يا به مو ډېره کمه اورېدلي وي. د نړۍ ټول مطرح ويناوال همدا نظر لري چې د ښې وينا لپاره بايد مخکې له مخې چمتووالی ونيول شي او څومره چې چمتووالی ډېر وي، په هماغه کچه به وينا ښکلې، منطقي او اغېزناکه وي.

برايان ټرېسي چې د نړۍ نامتو ويناوال دی او په خپل ژوند کې يې ميليونونه خلکو ته حضوري او انلاين ويناوې کړي دي، د ويناوالۍ برخه کې يې کتابونه ليکلي دي وايي، زه د ۵ دقيقو وينا لپاره لس‌ساعته تمرين کوم. کله چې د نړۍ يو نوميالی او باتجربه ويناوال دومره ډېر تمرين کوي، نو مالومه خبره ده چې تمرين د ښې وينا لپاره تر ټولو مهم شرط دی.

که يو څوک يوې غونډې ته بلل شوی وي، مخکې له مخکې موضوع ورکول شوي وي، نو چمتووالی به ونيسي، خو کله‌کله داسې پېښېږي، چې په يوې غونډه کې ناڅاپي له تاسو غوښتنه کېږي چې وينا وکړئ، يا لږترلږه خپل نظر وړاندې کړئ، نو څه به کوئ؟ دلته تاسو مجبور ياست چې في‌البديهه يا سم‌لاسي وينا/خبرې وکړئ.

اوس پوښتنه دا ده چې في‌البديهه وينا څنګه وکړو؟ ايا هر انسان دې ته چمتو دی چې ناڅاپي پر هره موضوع خبرې وکړي؟

د همدې لپاره ډيل کارنګي په خپل يو کتاب کې چې د ويناوالۍ اړوند يې ليکلی دی، يوه په زړه‌پورې تجربه راوړې ده، چې زه يې دلته مفهوم رالېږدوم. ډيل کارنګي وايي: “موږ هر يو به د کاغذ پر کوچنيو ټوټو موضوعات ليکل، بيا مو هغه را اخيستل، په جېب يا کڅوړه کې مو اچول، هغه به مو ښه وخوځول، يو کاغذ به مو ترې را و ايست، بې‌‌له‌ځنډه او درېدنې به مو يوه دقيقه پرله‌پسې په هغه موضوع خبرې کولې، هيڅ‌کله مو د يوې موضوع په اړه دوه ځل خبرې نه کولې.  خو د دوه کلونو په تېرېدو سره اوس د في‌البديهه يا سم‌لاسي خبرو کې دومره مهارت لرو، چې د هرې موضوع په اړه که ناڅاپي هم وي، ډېرې خبرې کولی شو.”

دا يوه په زړه‌پورې تجربه ده، چې ترسره شوې ده او موږ-تاسو ټول ترې ګټه اخيستلی شو. يعنې که في‌البديهه وينا کوو، هم بايد مخکې له مخکې چمتووالی ولرو، ځکه بې‌ له چمتووالي ناممکنه ده که يو کار په ښه ډول سرته ورسيږي. د ډيل کارنګي لارښوونه دا ده چې همدا پورته تجربه بايد له ښوونځيو راپيل او په هر ځای کې عملي شي، ترڅو د وينا کولو هنر، پر يوې موضوع خبرې کول، شنل، تحليل، بېلګې وړاندې کول او نور ډېر څه زده شي.

راځئ تاسو هم سره له ننه دا تجربه وکړئ. نن يو نا اشنا موضوع وټاکئ، ځان سره فکر وکړئ چې پرته له مالوماتو څومره خبرې پرې کولی شئ؟ ايا تحليلولی يې شئ؟ د موضوع اړوند کومه تجربه يا مثال چې تاسو ليدلي وي شريکولی يې شئ؟ باک نه‌لري، فقط يوه دقيقه خبرې له ځان سره د تمرين په توګه وکړئ. همدې موضوع باندې سبا بيا خبرې وکړئ، بل سبا يې بيا وکړئ، څلورمه ورځ به تاسو وګورئ چې د همدې موضوع اړه څومره ډېرې خبرې او پر ځای تحليل کولی شئ.

نو همدې تجربې ته په کتو د في‌البديهه يا سم‌لاسي وينا لپاره لاندې چارې بايد ترسره شي:

۱: تمرين

مخکې هم ما يادونه وکړه چې ښه ويناوالي کول د عملي تمرين او چمتووالي نوم دی، نو د هر ډول ښې وينا لپاره که هغه مخکې له مخکې پلان شوي وي، يا ناڅاپي او في‌البديهه وي، بايد چمتووالی ورته ولرو.

د دې لپاره به زه يو اسانه حل‌لاره درته وړاندې کړم. تاسو لومړی خپل مسلک او خپلې دندې په اړه فکر وکړئ، کومه څانګه کې مو زده‌کړې کړي؟ په کومه برخه کې دنده لرئ؟ د همدې دوو برخو په اړه تاسو بايد له ځان سره د ډيل کارنګي د تجربې پر اساس هره ورځ، يا دوو ورځو کې يا لږترلږه اوونۍ کې يو ځل پنځه بېلابېل موضوعات پر کاغذ ياداښت کړئ، بيا د يو بل چا په توسط يوه موضوع ترې انتخاب کړئ، د خپلې کورنۍ، ملګرو، دوستانو مخته او يا هم يوازې په خپله خونه/دفتر کې تمرين پرې وکړئ، عيناً لکه تاسو چې يو چاته وينا کوئ، همدا موضوع تحليل کړئ. دا چاره تقريباً هر وخت تکرار کړئ. ځکه تاسو دفتر کې عملاً هره ورځ له‌دې سره مخ کېږئ، نو ښه ده چې مخکې ورته چمتو اوسئ!

۲: ازاده مطالعه

مطالعه کول تاسو ته هر ځای او په هر ډګر کې نجات درکوي، که هغه د وينا کولو پر مهال وي، يا د تدريس، مرکې او نورو برخو کې. د مطالعې برخه زما د لومړۍ لارښوونې برعکس، يوازې خپل مسلک نه، بلکې تاسو بايد ازاده مطالعه وکړئ، په اسلامياتو، ټولنپوهنه، ادبياتو، حقوقو، ارواپوهنه، روغتيا، ټکنالوژي او هره برخه کې چې مو لاس‌ رسيږي، د يو منظم مهالوېش له‌مخې بايد تاسو بېلابېل کتابونه ولولئ. همدا مطالعه ده چې د وينا پر مهال تاسو ته لغاتونه در يادوي، د خبرو طرز او جملې مو سموي او تر ټولو مهمه دا چې مالوماتي ذخيره مو قوي کوي. که موږ او تاسو د يو څه په اړه هيڅ مالومات ونه‌لرو خبرې به پرې وکړو؟  تحليل به پرې وکړو؟ مالومه خبره ده چې ځواب منفي دی. نو د دې لپاره چې د سم‌لاسي وينا پرمهال پاتې رانه‌شئ، بايد مطالعه کول خپل روټين وګرځوئ، ترڅو تاسو هر وخت پر هره موضوع خبرو کولو ته چمتو و اوسئ!

۳: ذهني چمتووالی

د سم‌لاسي خبرو کولو لپاره بايد تاسو ذهني چمتووالی هم ولرئ، ذهني چمتووالی څه ته وايي؟ لومړی خو بايد له‌دې ډار ونه‌لرئ چې زه ناڅاپي پر يوې موضوع خبرې نه‌شم کولی. هر څوک د يوې موضوع په اړه او بيا په کومه ټولنه کې چې ژوند کوي، د هغې ټولې اړوند موضوعاتو په اړه لږترلږه لومړني مالومات لري. نو تاسو بايد خپل فکر خراب نه‌کړئ او اندېښنه ونه‌لرئ چې زه خو دې برخه کې هيڅ نه‌شم ويلی. ښه اوس ذهني چمتووالی څنګه ونيسو؟ که تاسو زما لومړۍ او دويمه لارښوونه پر ځای کړه، نو دا په‌دې مانا چې تاسو ذهني چمتووالی هم نيولی دی او اوس کولی شئ هرځای، پر هره موضوع، پرته له اندېښنې خبرې وکړئ.

افغانان خو هسې هم پر هره موضوع ښې او ډېرې خبرې کولی شي، په ځانګړي ډول هغه موضوعات چې ټولنيز وي، ځکه موږ او تاسو ډېر غني کلتور او بډايه شفاهي ادبيات لرو. تاسو به جرګو مرکو کې ليدلی وي، چې زموږ ډېر قدرمن سپين‌ږيري د مثالونو، متلونو او کيسو په وړاندې کولو سره ډېرې ښې خبرې کوي، پر همدې متلونو او مثالونو د خپلو خبرو منطق ته پياوړتیا ورکوي او پرته له ځنډ مخاطب قانع کوي، خو تاسو پوهېږئ قومي او مخور سپين‌ږيري ولې هر ځای ښې او پر ځای خبرې کوي؟ د دې دليل دا دی چې دوی دا خبرې بيا بيا تکرار کړي دي، همدا بيا بيا تکرار يې په يو ډول چمتووالي بدل شوی، نو ځکه يې ويناوې ښکلې او اغېزناکې دي.

ښې خبرې کول مو شخصيت لوړي، ښايسته وينا مو د مخاطبينو پر زړونو او فکرونو ژور اغېز کوي، تاسو ته د احترام ګونډه وهي او په هر مجلس کې مو ستاينې کوي.

يو شاعر وايي:

ژبه عادت کړو په ښو خبرو

خبرې ښې دي ښې تر شکرو

د خوند مثال یې شکرې وایم

قدر یې ډېر دی تر ملغلرو!

پای

د ۱۴۰۴ل کال د چنګاښ اتلسمه – کابل

2 COMMENTS

  1. محترم ورور عادل صاحب ښه مطالب راټول او تر موږ یی رسولی، دا لارښوونې موږ آماده کوی چي ښه وینا وکړی شو ،علمی او منطقی ملغلرې ولری،نور ترې څه زده کړی او بالاخره داسې څه نه وی چي د نورو وخت پری ضایع شی ؛ او اوریدونکی ووایی دا مکان او دا خبرې څه تړاو سره لری ؟ او ضرورت یی څه وو. هغه دینی لار ښوونه دی نده اوریدلې : که ښه خبره نشی کولی نو خاموشی غوره ده .
    اوس دلته همدې لار ښوونې ته په تعمیم سره کولی شو کمنت لیکل چي سم لاسی لیکل دی هم ورنه ګټه واخلو او له خیرالکلام ما قل و دل ،ښه خبره یا سکوت،عادلانه پدی معنا د نورو ګټورو کامنټونو مخنیوی یا اخلال یا تکرار غیر ضروری نه اجتناب ، عفت کلام او قلم هم اهمه مشخصه د یوه ښه کامنت بلل کیږی او دا به مو هم زده کړی وی چي یا معلم اوسه یا متعلم ،دریم ځای نلری.
    نو دې سره موږ کولی شو خپلو کمنټونو کی ښه مطالب زیاد او د مفیدیت درجه یی عالی ته ورسوو.
    او د تاند صفحه نوره هم ښکلی او د آموزندګی درجه یی لوړه او له هرزه ګویی یی کاملا پاکی ته ورنژدی کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب