جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۰۹ تنو ته...

امریکا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۰۹ تنو ته پورته شو

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۸مه』‏د امریکا په ټکساس ایالت کې د تېرې اوونۍ د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۰۹ تنو ته ورسېده.

په دغه شمېر مړو کې لسګونه تنه یې ماشومان دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سېلابونو له امله لا هم ۱۸۰ تنه نادرکه دی، چې د برخلیک په تړاو یې څه نه ویل کېږي.

چارواکو وایي، د لټون عملیاتو سره ښایي د مړو په شمېره کې زیاتوالی راشي.

بل لورته د امریکا په نیو مکسیکو کې د تازه سېلابونو له امله لسګونه کسان په کورونو او موټرو کې بند پاتې دي.

ځایي چارواکي وايي، چې په دغه سیمه کې له وړاندې د ژغورنې ډلې ځای پر ځای کړې وې، چې لږ تر لږه ۸۵ بېړنۍ ژغورنې شوې دي.

د نیو مکسیکو د سېلابونو له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې او د نادرکۍ راپورونه نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...