Homeخبرونهکار ټولنیزو چارو وزارت سره د کارموندنې په موخه د ۲ زره...

کار ټولنیزو چارو وزارت سره د کارموندنې په موخه د ۲ زره کډوالو نوملړ شریک شو

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۸مه』د طالبانو ‏د کار او ټولنیزو چارو وزارت راستنو شویو کډوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د کارموندنې په موخه د ۲ زره راستنو شوو نوملړ شریک شو.

په دغه غونډه کې د طالبانو د کډوالو ، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او د کرنې، اوبولو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازو ګډون درلود.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د راستنو شویو د نوملړونو د استولو لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام مومي.

دا نوملړ داسې مهال شریکېږي، چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې ځوانان د بیکارۍ له زیاتېدو ستړي او بې شمېره ځوانان په ځانګړي ډول باسواده ځوانان د کار په لټون پسې ستړي شوي، خو دنده یې نه ده موندلې.

اوس تازه د طالبانو د تنقیص سره هره ورځ سلګونه ځوانان له دندو ایستل کېږي، چې د معلوماتو له مخې ډېری یې د پرځېدلي جمهوریت د وخت کارکوونکي دي.

اقتصاد پوهان د بېکارۍ اوج ته په کتو دا چاره د هېواد لپاره په راتلونکي کې لوی زیان بولي او هیله مندي ښیي چې طالبان باید په کور دننه کاري فرصتونه زیات او ځوانان په کار بوخت کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...