Homeخبرونهتېره ورځ تر ۲۵۰۰ زیاتې کډوالې کورنۍ راستنې شوي

تېره ورځ تر ۲۵۰۰ زیاتې کډوالې کورنۍ راستنې شوي

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۸مه』د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ سه شنبې ۲ زره ۶۰۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد کمېسیون ویلي، دغه شمېر کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶ زره ۲۶۲ تنه کیږي له ایران او پاکستانه راستانه کړای شوي.

سرچینه زیاتوي، چې دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د راپور له مخې، د راستنو شویو کورنیو له ډلې یې ۴۶۰ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او ۳ زره ۴۷۴ تنه کډوالو سره بیا مرستې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنېدو لړۍ چټکه شوې، چې دې چارې د کډوالو نړېوالو بنسټونو اندېښنې هم راپارولې دي او هغه یې د کډوالۍ اصولو خلاف کړنه بللې.

تازه افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ایرانه غوښتي، چې کډوال باید په “مدني او عزتمندانه” ډول بېرته افغانستان ته واستوي.

زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران له خوا ایستل شويو کډوالو د وضعیت په اړه یې “د اندېښنې وړ راپورونه” تر لاسه کړي، چې د هرات له پولې ورته رسېدلي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې، یو له اغېزمنو اقداماتو څخه د کډوالو د ایستلو بهیر ورو کول او له ملي او نړیوالو مرستندویو ادارو سره همغږي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...