تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۸مه』افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ایرانه غوښتي، چې کډوال باید په “مدني او عزتمندانه” ډول بېرته افغانستان ته واستوي.
زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران له خوا ایستل شويو کډوالو د وضعیت په اړه یې “د اندېښنې وړ راپورونه” تر لاسه کړي، چې د هرات له پولې ورته رسېدلي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې، یو له اغېزمنو اقداماتو څخه د کډوالو د ایستلو بهیر ورو کول او له ملي او نړیوالو مرستندویو ادارو سره همغږي ده.
هغه زیاته کړې، ډېری هغه کډوال چې له ایرانه ایستل شوي، په خپل هېواد کې د اوسېدو ځای نه لري او افغانستان چې له جګړې وروسته له فقر سره مخ دی، نشي کولای دا شمېر بېرته راستانه شوي کسان په لنډ وخت کې جذب کړي.
خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې پرون د بښنې نړیوال سازمان په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.
له ایرانه راغلي کډوال هم د سرپناه له نشتون شکایت لري. دوی له طالبانو او مرستندویه ادارو د لومړنیو بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کډوالو وزیر په تازه څرګندونو کې له نړیوالو مرستندویانو د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې له خپلو امکاناتو یې راستانه شویو کډوالو ته خدمات وړاندې کوي.
ستونزه ۴۵ کاله پخوا جیمي کارټر په وخت کې شروع شوه چې خلیلزاد د پاکستان او ایران ته وویل هغه افغانان چې داکتر نجیب الله او نورو دهغه څخه پخوانیو نظامو له خاطره پاکستان ته راځي د سرپناه زمینه ورته برابره کړی چې په حدود د ۱۰ میلیونه کسان په تیر کې ووتل چې امریکا، فرانسي ، جرمني او سعودی او چین له دغو افغان مهاجرو سره مرستي جاری وساتلي چې پاکستان بیا افغان مهاجرو ته خپل تور غنم ورکول او د سعودي او نورو هیوادونه سپین غنم یې ځان لپاره ساتل لکه هغه شاعر چې وايي:
په موږ یی تور خوړل او سپین پټ کړل – په تور پنجاب کې سپین غنم څه کوي (بښنه غواړم کې شعر را څخه غلط لیکل شوی وی
مطلب دا چې افغانان مهاجرت اړ کول د روسانو کار وو او هلته ځاي برابرول او کومک چیغی همدی خلیلزاد او پنجاب کولي مګر نن همدا خلیلزاد بیا وايي چې له افغان مهاجرو سره نیک سلوک وشي ، تاسو (امریکا، برتانیی او فرانسي) کوم داسې نیک سلوک کړی
پدې ۴۵ کلن جګړه جرایم تر نن پوری څوک څیړنه نکوي نو مطلب دا چې همدا امریکا پدې جرایمو کې ښکیله ده که تنها پاکستان پکې ښکیل وای نو ژر به یی په اړه پریکړه کړی وای خو مطلب دا چې په موږ افغانانو هر وخت امریکا برتانیی او پاکستان ایران او روسییه او جرمنی فرانسی او سعودی عربستان تجارت کړی خو موږ لا تر اوسه په ځان خبر نه یو ( تر آخرت به په ځان پوه نشو)
هر یو چې راشي نوی فرمایش به لری چې کله لاړ شي بیا افغانان تر ټول بد مخلوق یادوی (۲۰ کلنه دوره او ناټو اړوند هیوادونه)