جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبان وایي، د کډوالو نړیوال سازمان پر وړاندیزونو غور کوو

طالبان وایي، د کډوالو نړیوال سازمان پر وړاندیزونو غور کوو

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۸مه』‏د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره په لیدنه کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبر له مخې میهیونګ پارک ویلي، له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مالي سرچینو کمښت سربېره هڅه کوي، اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.

پارک زیاته کړې چې، هرات او نیمرزو کې یې فعالیتونو دوام لري او د اړتیا په صورت کې به نورو سیمو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي.

نوموړي اسلام کلا او نیمروز کې د کډوالو نړیوال سازمان د فعالیت لپاره د ځمکې وړاندیز کړی دی.

بل‌ لورته د طالبانو د کډوالو وزیر ویلي، دوی له خپلو امکاناتو راستنېدونګو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او په خبره یې، د کډوالو وزارت ټیمونه پولو کې په کار بوخت دي.

مولوي عبدالکبیر بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو لپاره د نړیوالو په لا ډېرو مرستو ټینګار وکړ.

نوموړي ویلي، د کډوالو نړیوال سازمان په وړاندیزونو به غور وکړي.

د یاد وزارت په خبر کې هغه وړاندیزونه نه دي یاد شوي، چې د کډوالو نړیوال سازمان وړاندیز کړي دي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې پرون سه شنبه د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغان کډوال په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د نیول کېدو او ځورونې په ګډون له سخت وضعیت سره مخ دي.

دغه سازمان د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د تېرې شپې اعلامیې په غبرګون کې دغه راز زیاته کړې، چې ډېری هېوادونه داسې مهال د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام پایته رسوي، چې افغانان تر بل هر وخت ورته اړتیا لري.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راز اندېښنه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې افغان کډوال په پراخه کچه هېواد ته راستنول کیږي او بشري مرستو ته تر بل هر وخت اړتیا زیاته ده، د مرستو کمښت لا وضعیت خراب کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...