په دې کې شک نه شته چې مصنوعي ځیرکتیا د انساني تمدن په ترڅ کې یوه لویه لاسته راوړنه او پرمختگ دی،
خو آیا دغه لاسته راوړنه یا پرمختگ به پای کې انسان ته د ګڼو گټو او آسانتیاوو تر څنگ لوی لوی زیانونه نه شي متوجه کولی؟، څرنگه چې اوس د غرب مادي تمدن ته د شک په سترگه کتل کېږي او دا نیوکه یې په اړه ورځ تر بلې زور اخلي چې نوموړي تمدن ځکه انسان ته زیان اړولی چې د انسان د خلقت له طبیعت سره په ټکر کې واقع شوی. که ته د غربي تمدن په تر ټولو پرمختللو مدرنو ښارونو کې انسان اختیارمن کړې چې آیا په نوموړو ښارونو کې ژوند ورته په زړه پورې او خوندور دی او که له ښار څخه لېرې د بهیدونکو اوبو پر غاړه او د شنو طبیعي منظرو په منځ کې په یوه له خټو جوړه ساده کودخه کې؟ ځواب به هرو مرو دویم انتخاب وي، ځکه نوموړی انتخاب د انسان له طبیعت سره سمون لري او لومړي انتخاب انسان ستومانه او ستړی کړی!!
اوس که مصنوعي ځیرکتیا انسان ته کار آسانه کوي او د انسان سره مرسته کوي چې ډېر په زحمت نه شي او هر څه پرته له فکر کولو او پرته لدې چې ذهن په کار واچوي ، د عقلي امکاناتو څخه ګټه پورته کړي ورته چمتو او تیار په لاس ورشي او بالاخره طفیلي او د لټۍ ژوند ولري .. خو دا کار زما په اند په پای کې بیا هم د انسان د طبیعي خلقت سر په ټکر کې واقع کېدای شی او لاندې زیانونه انسان ته متوجه کولی شي:
- انسان بې پروا کېږي او د خدای ورکړو عقلی او فکری وړتیاوو څخه کار نه اخلی او بالاخره دا وړتیاوې د جمود خوا ته میلان پیدا کوي ، په داسې حال کې چې د نوموړو وړتیاوو څخه ګټه اخیستنه دغه وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکوي او نوموړې وړتیاوې الله تعالی بیهوده او همداسې خوشې نه دي پیدا کړې.
- په مصنوعي ځیرکتیا باندې اتکا د انساني مهارتونو د ودې مخه ډب کوي او انسان د زیار ایستلو څخه منعه کوي او څرنگه چې د غربي مادی تمدن د انسان بدنی او جسمي حالت ته زیان ورساوه ، مصنوعي ځیرکتیا به د انسان عقلي او فکري حالت ته زیان ورسوي.
- د ادبیاتو او لیکدود په اړخ کې به د انسان ابداعي مهارتونو ته زیان ورسوي، د بېلگې په توگه د متن ادبی ښکلا به متضرره شي، اوس که موږ وگورو د مصنوعي ځیرکتیا اکثره متنونه له دې اړخه بې کیفیته او هیڅ ډول هنري ښګلا په کې نه محسوسیږي، ځکه له خپلې ذخیرې اکثرا هغه متن ژر تر ژره انسان ته په واک کې ورکوي، چې په ساده ډول پرته له هیڅ ډول ابداع او بلاغت څخه بې خونده او رنگه وي.
د کمپیوټر له اختراع راپدیخوا اوس د «خط» ښکلا بالکل متضرره شوې و املا او انشاء کیفیت له لاسه ورکړی دی د پوهنتون د ډیرو فارغینو خط په مشکل لوستل کېږي، ښکلا خو یې بالکل سر خوړی!
په اکادمیک تحصیلي برخه کې به محصلین پرته له ابداع او اختراع او زحمته په مصنوعي ځیرکتیا باندې د تحصیلي رسالو او مونگرافونو په چمتو کولو کې اتکا کوي او له هیڅ ډول زیاره پرته به مصنوعي ځیرکتیا تیار متنونه او رسالې په واک کې ورکوي، چې په پای کې به دغه برخه هم لوی زیان وویني
- په دیني او مذهبي اړخ کې هم گڼ شمیر ستونزې لري د مفاهیم غلط استعمال په کې تر ډېره محسوسیږی او که څوک په دې برخه کې له وړاندې معلومات ونه لري له بې لارۍ او انحراف سره هرو مرو مخ کېدی شی..
- دلته هغه د وسطیت اصل ته هم اشاره کولی شو چې الله متعال مسلمانان پرې موصوف کړی دي (وسطیت) و کذالک جعلناکم امه وسطا. یعنې په تمدني حرکت کې هم انسان باید د وسطیت اصل په پام کې ونیسي نه به کې افراط و کړي او نه م تفریط .. یعنې داسې حرکت چې د انسان د خلقت له طبیعت سره همغږي ونه لري، په پای کې د انسان په زیان تمامیږي عبدالرحمن فرقاني