جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمجاهد: د جرمونو نړیوالې محکمې په نوم محکمه نه پېژنو

مجاهد: د جرمونو نړیوالې محکمې په نوم محکمه نه پېژنو

تاند『 سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۷مه』‏د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو د رهبر هبة الله اخندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د غوښتنې په غبرګون کې وایي چې، په دغه نوم کومه محکمه نه پېژني.

مجاهد زیاته کړې، په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییل او د بهرنیو ملاتړو له لوري یې د جرمونو نړیوالې محکمې تر سترګو لاندې نسل وژنه روانه ده او هره ورځ سلګونه ښځې او ماشومان له کوم دلیل پرته وژل کیږي، د بشري حقونو او نړۍوالې محکمې شعارونه د شرم خبره ده.

د نوموړي په خبره، د اسلامي شریعت قوانینو ته د بشر خلاف د ظلم نسبت کول او د دغو قوانینو د پلي کوونکو د نیولو خبرداري له اسلام سره “ښکاره دښمني او کرکه” په ډاګه کوي او د مسلمانانو معتقداتو ته سپکاوی بلل کیږي.

د جرمونو نړیوالې محکمې تازه یو ځل بیا د طالبانو د مشر هبة الله اخندزاده او د سترې محکمې قاضي القضات پر “بشري جنایت” تورن کړي او د هغوی د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د افغانانو د دیني او ملي ارزښتونو د ساتونکي په توګه د روم اساسنامې او پر بنسټ يې د “جرمونو نړیوالې محکمې” په نوم جوړښت ته ځان مکلف نه بولي.

د جزا نړیوالې محکمې د طالب مشرانو نیولو حکم صادر کړ

7 COMMENTS

  1. ټول ملت پوهیږی چې دهر فرعون لپاره موسی شته
    داهم ډیر له اسلام څخه بې خبره یوجعلی خبریال دی . دامحترم په رڼاورځ دکرملین جنایت کارانو ته « دجسورانه» امتیاز ور کوی خو دلته بیا دغزې کړکېچ او ناوړین له خپلې نغارې سره مقایسه کوی اویو دبل سره یې تپی.
    وایی دروغ ویونکی حافظه نه لری!
    خو دغلام حضرت ورور تحلیل
    منطقی دی:
    خبره خو دا ده چی د ملا هیبت څخه خپله د ځان هویتی ادرس او د اوسیدو ادرس او حتی د موجودیت ادرس ورک دی نو نړیواله جنائی محکمه به ئی څرنګه ادرس ومومی او ګرفتار به ئې کړای شی.
    د روانی هفتی په اوږدو کی په کندهار کی څلور پنځه سوه ځوانان د ږیری د خریلو په جرم په زندان کی شپی ورځی تیروی، طالبانو ور ته ویلی دی تر هغه وخت پوری به خوشی نه شی څو چی ږیری ئې د ملا هیبت او ملا خالد د ماندینو د کَوڅۍ غوندی اوږدې نه شی.
    اوس نو چیری دی یو د وریښتانو متخصص چی دا تشخیص وکړی چی د زندانی ځوانانو د ږیرو نصاب به کله د ملا هیبت د ماندینې د سر د وریښتانو حد ته ورسیږی؟
    آیا په اروپا او امریکا کی اوسیدونکی هغه کسان به د نفرین وړ نه وی کوم چی خپلی ږیری خرَئی خو د طالب د کړنو دفاع هم کوی؟

  2. ولي دغه محکمه د بشریت قاتل صیهونیست سوډر نتانیاهو نه محکمه کوي سي شپیته زره ماشومان ښځې نر یې تر خاورو لاندي کړل.ولي نور غربي قاتلان نه محکمه کوي. ایا طالب دومره مجرم ده ؟

  3. ډیره په ځای منطقي خبره یې کړې ! کومه محکمه او د چا لپاره ده دغه محکمه ؟ او څوک یې په مخ وړي؟ دغه غلامان د صیهونیستو غربیانو نه جوړه محکمه ؟ 👎

  4. ايله چي د جرمونو نړیوال سازمان محکمې د بي وزله او بي سرکښه اولس دد ظالمانو بي اسلامي اوبي بشري نړيوالي قوانينو سرغړوني په اساس محاکمه کړي او د بندير امر سادر کړی. د خائينينو ټول اافغان اولس برمته کړي او له ټولو انساني اسلامي حقوقو محروم ساتلي کوم په چي په ټوله اسلامي ڼړي کي روا او ازاد دي.
    خو دجرمونو له نړیوالې محکمې څخه دا غوښتنه هم کوو چي هغه قااتلان او مجرمين کومو په چي په د تيرو لسيزو کي په زرهاوو افغان قطل ګړي او نن په غربي نړي او ترکيه کي ازاد کرځي همدا شاني محاکيمي ته را وغواړي او محاکمه شي.

  5. ولې پاکستان په افغانستان کې د جګړې اور ژوندی ساتي؟

    بې له شکه د طالبانو په منځ کې منفي عناصر شتون لري، لکه څنګه چې ډاکټر فاروق اعظم په دې وروستیو کې یادونه وکړه. د افغانستان په شخړه کې د پاکستان رول پیچلی دی، د پاکستان د دې غوښتنې له امله چې غواړي افغان خلک په فقر او بدبختۍ کې وساتي ترڅو د پاکستان استخباراتي ادارې په اسانۍ سره د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او د هند لپاره د دوی د دوامداره او ښکاره ملاتړ لپاره افغان خلکو ته سزا ورکړي، د قومي تصفیې او د جګړې وږو افراطي عناصرو لکه ګلبدین حکمتیار، د شمالي ټلوالې د ازبک ملیشو او نورو، ستراتیژیکو ګټو او امنیتي اندیښنو سره یوځای کول. پداسې حال کې چې پاکستان ځان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د یو ملګري په توګه وړاندې کړی، د ځینو وسله والو ډلو او د هغې د سوري پولې لپاره د ادعا شوي ملاتړ په افغانستان کې بې ثباتۍ او تاوتریخوالي کې مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...