جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد جزا نړیوالې محکمې د طالب مشرانو نیولو حکم صادر کړ

د جزا نړیوالې محکمې د طالب مشرانو نیولو حکم صادر کړ

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرېان ۱۷ مه) نړیوالې جزایي محکمې (ICC) د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو د مشرانو پر ضد د ښځو د ځورونې په تور — چې د بشر ضد جنایت بلل کېږي — د نیولو حکمونه صادر کړل.

د جزا نړیوالې محکمې قاضیانو په یوه اعلامیه کې ویلي: داسې “موجه دلایل” شته چې ښيي د طالبانو ستر مشر هبت‌الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې ريیس عبدالحکیم حقاني د “جندر یا جنسیت له امله د ښځو د ځورونې په خاطر بشر ضد جرم” کړی دی.

محکمې زیاته کړې:

“که څه هم طالبانو پر ټول ولس یو شمېر محدودیتونه وضع کړي، خو ښځې او نجونې یې یوازې د دوی د ښځینه جنسیت له امله په ځانګړې ډول په نښه کړي، او له اساسي حقونو او ازادیو څخه یې محرومې کړې دي.”

دا تورونه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نیټې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې وخت پورې تړاو لري – یعني له هغه وخته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول.

د قاضیانو په وینا، طالبانو نجونې او ښځې له زده‌کړو، شخصي حریم، کورني ژوند، او د تګ راتګ، بیان، فکر، وجدان او دین له ازادیو څخه په پراخ ډول محرومې کړې دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي:

“برسېره پر دې، نور کسان هم د داسې څرګندونو یا جنسیتي هویت پر اساس په نښه کړل شوي چې د طالبانو له جنسي سیاست سره په ټکر کې بلل شوي دي.”

د جزا د نړیوالې محکمې مرکز د هالنډ په هیګ ښار کې دی، او دا محکمه د نړۍ د تر ټولو سختو جنایاتو لکه د جګړې او بشر ضد جنایاتو د محاکمې لپاره جوړه شوې ده.

خو دا محکمه خپله پولیس نه لري، بلکې د غړو هېوادونو له خوا یې د نیولو حکمونه عملي کېږي — چې پایلې یې وخت ناوخت بېلابېلې وي.

هر هغه څوک چې د ICC له خوا یې د نیولو حکم صادر شوی وي، نه شي کولی د دې محکمې غړي هېواد ته سفر وکړي، ځکه ښايي هلته ونیول شي.

5 COMMENTS

  1. خبره خو دا ده چی د ملا هیبت څخه خپله د ځان هویتی ادرس او د اوسیدو ادرس او حتی د موجودیت ادرس ورک دی نو نړیواله جنائی محکمه به ئی څرنګه ادرس ومومی او ګرفتار به ئې کړای شی.
    د روانی هفتی په اوږدو کی په کندهار کی څلور پنځه سوه ځوانان د ږیری د خریلو په جرم په زندان کی شپی ورځی تیروی، طالبانو ور ته ویلی دی تر هغه وخت پوری به خوشی نه شی څو چی ږیری ئې د ملا هیبت او ملا خالد د ماندینو د کَوڅۍ غوندی اوږدې نه شی.
    اوس نو چیری دی یو د وریښتانو متخصص چی دا تشخیص وکړی چی د زندانی ځوانانو د ږیرو نصاب به کله د ملا هیبت د ماندینې د سر د وریښتانو حد ته ورسیږی؟
    آیا په اروپا او امریکا کی اوسیدونکی هغه کسان به د نفرین وړ نه وی کوم چی خپلی ږیری خرَئی خو د طالب د کړنو دفاع هم کوی؟

    • محترم غلام حضرت صاحب!
      کومه پوښتنه چې تاسو کړي دغه ډول کټ ،مټ زماپه ذهن کې هره ورځ ګرزي ا روپا ميشت تالیب پلوه نارینه خوبيا په ځينو مواريدو کې برائت اخيستلای شي خو ښځې يې په هيڅ صورت نه شي اخيستلای دابه څه ډول ښځه وي ؟ چې خپله داروپايي ژوند د سهولتونو او ازادي څخه خوند اخلي خودنورو ښځو د پاره دتاليبي اسلام په نوم زندان خوښوي خپلې لوڼې به ئې په اروپایي ښوونځيو او پوهنتونونو کې لوړي زده کړي کوي او دنورو دلوڼو دپاره د جهالت تورې تيارې تردې بله جالبه داچې خپله به حتا يوه وړه ټوټه پوړني نه پرسرکوي خودنورو دپاره به بوی ناکه بقره خوښوي.

  2. ملا هبټ چې اصلا خارجي موجودیت نه لري ، خو په حقیقت کې کوم پنجابی جنرال دی او د هغه هویت هم معلوم نه دی ، نه چېرته ځي او نه یې څوک پېژني ، بنا د هغه نیول او جزا ورکول معنی نه لري .
    دغه راز د سترې محکمې رئیس ملا عبدالحکیم حقاني هم کوم بل هېواد ته نه ځي . دوی یوازې پنجاب ته سفر کوي او هلته دوی داسې ځانونه احساسوي لکه خپل کور او کلي کې چې وي . ښه داده چې پر پنجابیانوهر ډول سیاسي او اقتصادي فشار زیات شي .

  3. بیله دغو ټولو پرته سي هیبتو سته او که نسته او یا کوم فرنګی یې ځای ناستئ ده ؟ ولي دغه محکمه د بشریت او انسانیت دښمنان لعنتي یهود صیهونیستان نه محکمه کوي سي غزه یې په کڼډواله او شپیته زره ماشومان نر او ښځې یې شهیدان کړل. کوم ضمیر دغه د یهودو غلامه محکمه او قاضیان لري ؟😔

  4. د افغان طالبانو د مشرتابه لنډ لیست چې د پاکستان له ISI سره کار کوي
    د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
    د افغانستان صدراعظمان. محمد حسن کاکړ
    داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي
    د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب
    د پوهنې وزیر حبیب الله اغا
    د افغانستان د شمالي ولایت بلخ والي. حاجي محمد یوسف وفا
    د لوړو زده کړو وزیره ندا محمد ندیم
    د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...