تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۷مه』د بښنې نړیوال سازمان وایي، افغان کډوال په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د نیول کېدو او ځورونې په ګډون له سخت وضعیت سره مخ دي.
دغه سازمان د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د تېرې شپې اعلامیې په غبرګون کې دغه راز زیاته کړې، چې ډېری هېوادونه داسې مهال د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام پایته رسوي، چې افغانان تر بل هر وخت ورته اړتیا لري.
د بښنې نړیوال سازمان دغه راز اندېښنه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې افغان کډوال په پراخه کچه هېواد ته راستنول کیږي او بشري مرستو ته تر بل هر وخت اړتیا زیاته ده، د مرستو کمښت لا وضعیت خراب کړی دی.
یاد سازمان د سویلي اسیا څانګې په یوه اعلامیه کې دغه راز ویلي، چې بلوچستان کې لا هم د لاریونونو ځپل کېدل او د لاریون کوونکو نادرکه کېدل دوام لري.
دغه سازمان ویلي، د روانې جولای میاشتې په ۵مه د څلورو ښځو په ګډون ۵ تنه لاریون کوونکي نیول شوي، چې ښځې تر نیول کېدو دوه ورځې وروسته خوشې شوي خو عبدالله بلوڅ لا هم په بند کې دی.
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د بلوڅ فعالانو د نیولو لپاره دې قوانین د وسیلې په توګه نه کاروي او د ګلزار او ماهرنګ بلوڅ په ګډون دې ټول فعالان ازاد کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې، پاکستان کې باید د جبري نادرکه شویو او له عدلي بهیر پرته د اعدامونو د تورونو په تړاو پراخې او رڼې څېړنې وشي.
د بلوڅ خپلواکۍ غوښتونکې ماهرنګ بلوڅ او ملګري یې نن د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شول.
په دغه ډله کې له هغې سره د بلوڅ د یووالي کمیټې نور مخکښ غړي هم دي چې د ترهګرۍ په تور تورن دي او د لس ورځني توقیف لپاره پولیسو ته وسپارل شول.
ماهرنګ بلوڅ شاوخوا درې میاشتې مخکې د پاکستان د عامه نظم د ساتنې قانون له مخې نیول شوې وه او تر اوسه په بند کې ده.
ملا هبټ چې اصلا خارجي موجودیت نه لري ، خو په حقیقت کې کوم پنجابی جنرال دی او د هغه هویت هم معلوم نه دی ، نه چېرته ځي او نه یې څوک پېژني ، بنا د هغه نیول او جزا ورکول معنی نه لري .
دغه راز د سترې محکمې رئیس ملا عبدالحکیم حقاني هم کوم بل هېواد ته نه ځي . دوی یوازې پنجاب ته سفر کوي او هلته دوی داسې ځانونه احساسوي لکه خپل کور او کلي کې چې وي . ښه داده چې پر پنجابیانوهر ډول سیاسي او اقتصادي فشار زیات شي .