تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۷مه』د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک چې افغانستان کې د امنیت ټینګښت، نشه يي توکو مبازره کې د طالبانو لاسته راوړونو ، افغانانو سره بشري او اساسي برخو کې مرستې او د افغانستان اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو برخو کې مثبت ارزولی.
یاد وزارت په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو مخکینو پرېکړه لیکونو، راپورونو او ارزونو تائید او د هغو پر اساس استدلال په ځانګړي ډول د امنیت او بشري حقونو برخه کې د ځینو هېوادونو تر فشار او فرمایش لاندې چلند او له ځمکنیو واقعیتونو انکار د اعلامیې پر اساس پر منهج روایت ولاړ تسلسل دی.
اعلامیه کې راغلي، پرېکړه لیک چې د افغانستان وضعیت په اړه دی او له طالبانو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه شوې، خو د تائید په اړه د طالبانو نظر نه دی اخیستل شوی.
سرچینې زیاته کړې چې، طالبان د دې پرېکړه لیک سپارښتنې او غوښتنې ارزوي او د ممکنه همکارۍ موارد به په کې تشخیص کړي.
ملګروملتو د رایو په اکثریت له طالبانو وغوښتل چې ځپونکې پالیسۍ لغوه کړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ په د رایو په لوی اکثریت یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي او د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله ژوره اندېښنه څرګنده شوې، او له طالبانو څخه غوښتنه شوې چې خپلې سختدریځې پالیسۍ پای ته ورسوي او ټولشموله حکومت تضمین کړي.
یاد پرېکړهلیک ته ۱۱۶ هېوادونو د تایید، ۱۲ هېوادونو سپینې او ۲ هېوادونو (اسراییل او امریکا) مخالفې رایې ورکړې. دا پرېکړهلیک د طالبانو له بیا واکمنېدو نژدې څلور کاله وروسته، پر هغو بېلابېلو بحرانونو تمرکز کوي چې افغانستان ورسره مخامخ دی. په پرېکړهلیک کې د افغان ولس لپاره د نړیوالو د لا ډېر ملاتړ، او د بشري حقونو، سولې او ثبات لپاره د هڅو د بیا پیل غوښتنه شوې ده.