جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپښتین؛ ایران د افغانانو په بې رحمانه شړلو ټول اصول مات کړل

پښتین؛ ایران د افغانانو په بې رحمانه شړلو ټول اصول مات کړل

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۷مه』‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین په تېرو څو اوونیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج په تړاو سخت غبرګون ښودلی.

پښتین د ایران دغه چاره د ټولو نړیوالو قوانینو نقض بللی دی.

نوموړي ویلي، چې ایران پرته له کوم منل شوي میکانیزمه د افغانانو د ایستلو بهیر په ډېر بې رحمانه، غیر اسلامي، غیر انساني او د ګاونډیتوب له اصولو سره ټکر کې پیل کړی دی.

منظور پښتین له همدې امله راستنېدونکو افغان کډوالو ته د رسېدنې برخه کې تدابیر د ستونزو له امله بسندویه نه دي بللي او د کورنیو او ماشومانو وضعیت ته په پام یې له ایرانه د دې لړۍ د ژر درېدو غوښتنه کړې ده.

ایران په دې وروستیو کې لسګونه زره افغانان له دغه هېواد جبري اخراج کړل او دا لړۍ یې داسې مهال چټکه کړې، چې د طالبانو د محدودو تدابیرو سربېره، د کډوالو برخه کې نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

منظور پښتین پر نړیوالو بشري حقونو او کډوالو ادارو او بنسټونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع او ملاتړ برخه کې جدي عملي او بېړني اقدامات وکړي.

بل لورته د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو هم له ایرانه د افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه ښودلې او دا یې د افغانستان د روان کړکېچ د لا ژورتیا لپاره خطرناک بللي دي.

2 COMMENTS

  1. د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو موسسو نه افغانان دا غوښتنه لري ، چې له ایرانه راستانه شویو افغانانو سره له هر ډول مرستو رسولو ډډه ونه کړي . همدا د انسانیت او بشري همدردۍ د اثبات وخت دی . دوی باید هر راستانه شوي مهاجر ته د یو کور جوړولو او د کور د لوازمو اخیستلو مرسته وکړي .
    که په نظامي برخه کې یو ټانک ، میزایل او یا الوتکه مرسته کېږي ، میلیونونه ډالر مصرف پرې راځي ، خو د انساني مرستو برخه کې بیا لس دالره مرسته رسول هم سخت کار وي .
    ملت بزرګ ایران این شعر سعدی را نخواند:
    بني آدم اعضای یکدیګر ند
    که در آفرینش ز یک ګوهر اند
    چو عضوی بدرد آورد روزګار
    دیګر عضو ها را نماند برقرار
    توکز محنت دیګران بیغمي
    نشاید که نامت دهد آدمی
    سعدي

  2. سلامونه ،
    فارس ایستان هم له پوک ایستان نه زده کړه! هغه هم د ګکړ انور په بیغیرته ، بی پښتو او دپنجابی تورلینګی په غلامۍ یې د افغان میرمنو پوړنې په ځمکه وویشت ؛او د نارینه وو د څوکلن کاروبار ګټه ېې په مردارو روګدی شویو ملیشه و، تش په نامه فوج ( د انګریزانو د هیرا مڼډی جرنیل کرنیلو هرمونو اولاده..) تالا والا کړه ؛ فارسیانو چې په پټه کی د پښتنو/افغانانو ضد پلانونه او یرغلونه پر مخ وړي ؛ د سنټو پکټ کې ول…آن تورکیانو هم پر افغانانو د ظلم ،ستم او شړلو صرفه نه ده کړې؟ ! یوڅو لڼډغر،لوطي ملیاردران یی ساتلي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب