جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهحامدکرزي یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو زده کړو...

حامدکرزي یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۷مه』‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په آلمان کې د افغانې نجلۍ لینا حیدر ته له دولسم ټولګي د فراغت مبارکي ورکړې او د هغې وړتیا یې ستایلې ده.

لینا حیدر په ۱۱ کلنۍ کې له دولسم ټولګي فارغه شوه.

کرزي زیاته کړې، چې که افغان نجونو او هلکانو ته زمینه برابره شي، کولای شي د نړۍ له ځوانانو سره په هر ډګر کې سیالي وکړي.

نوموړي یو وار بیا له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لرې کړي او د افغان نسل د استعدادونو غوړېدو ته د زمینې په برابرولو د هېواد پرمختګ ته لار هواره کړي.

لینا حیدر ۱۱ کلنه افغان نجلۍ ده چې په شپږو کلونو کې یې د لېسې دولس کلنه دوره په بریالیتوب بشپړه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د افغانستان په اړه تازه پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتي، چې افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبانو له تېرو څه کم پنځو کلونو په هېواد کې د نجونو ټولې زده کړې بندې کړي او څو اوونۍ وړاندې د دې ډلې ویاند، ذبیح مجاهد وویل، چې دوی کار کوي، چې دې ستونزې ته له شریعته ته حل را وباسي.

1 COMMENT

  1. بلی؛ افغان هلکان او نجونی حق لری چي علم حاصل او تر تخصص پوری مخکی لاړ شی او په ټولو علومو کی موږ باید تحقیقاتی مراکز ولرو، او د ټولو نړیوالو علمی مراکزو سره رابطه او په فراخه پیمانه په ټولو علومو کی ژباړی او تالیفاتو ته پاملرنه د حکومتونو د اهمو مسئولیتونو او دندو کی ځای لری او امت مسلمه خپل طلایی دور کی دی واجباتو ته پوره پاملرنه درلوده او علمی نړیوال قیادت شرف او عزت یی هم تر لاسه کړی وو ، او نړیوالو د علومو د زده کړی او تداوی لپاره اسلامی مراکزو ته مراجعه کوله.
    نو د تعلیم حق د ټولو لپاره یو شان اداء او ورکول د حکومت دنده ده ،ښه استعدادونه ،ملی او حتی بشری قیمتی سرمایه ده ،ساتنه او روزنه یی ډیره امانتداری ،اخلاص او پوره جدی اهتمام غواړی.
    د لوړو تحصیلاتو چانس او برسونه نباید نازولو او مفتخوارو باندی ضایع او برباد شی ،یا یواځی پر شخصی روابطو پوری وتړل شی ،مع الاسف د اتحاد هفتګانه د دور د تعلیم او تربیی د ریاست یوه بده خاطره را په یاد شوه چي ننۍ بد بختی او کړاوونه ورسره تړاو لری نو ځکه یی رایادوم :
    په هغه وخت کی د کمیټی رئیس مولوی سید اکبر وو ،اسلامی جامعاتو په ډیر اخلاص په سوونو بورسونه اتحاد ته راولیږل ،من باب تشویق.
    متأسفانه دی کمیټې د تنظمی اختلاف ،بی کفایتی او تنظیمی انحصاراتو په وجه ونشوی کولی په وخت محصلین آماده کړی او په سوونو برسونه وسوځیدل ؛ځکه هر یوه غوښتل ،خپل نازولی او مفتخواره ولیږی.
    خلاصه که موږ د جهاد له دور نه دا انحرف سم کړی وی او تر ننه یی دوام درلودی ،نن به نه د قیادت تشه وه او نه د تخصص ،او په ټولو شعباتو د علوم نافعه کی،او مجاهد غوندی له تاریخ او علومو بی خبره چي ځان نه پیژنی ،دا د شرم او جهالت سمبول وایی :موږ شرعی حل پیدا کوو؛یعنی څه؟ تر اوسه تقریبا ۱۵ پیړیو کی څوک نه وو ،اوس بعد له څلورو کلو یی دوی حلوی!!!!!!
    دا خبره او فیصله نه انسانی ده ،نه افغانی او اسلامی خو هیڅکله نده او که صادق یاست راوغواړی علمای جهان اسلام ؛چي ثابته شی :هل هذا هو الاسلام؟ ابدا نه.
    نو د کرزی صاحب دا غوښتنه د ټول ملت،امت او بشریت ده ماعدا ۱٪ طالبان .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب