جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد بسم الله جان شینواري مړینه او د کرېکټ نړیوالې شورا خواشیني

د بسم الله جان شینواري مړینه او د کرېکټ نړیوالې شورا خواشیني

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۷مه』‏د کریکټ نړیوالې شورا مشر، جی شاه د نړیوال افغان لوبڅار بسم الله جان شینواري په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه کورنۍ ته یې د دې لوی غم له امله تسلیت ویلی دی.

د دغې شورا مشر، جی شاه کرېکټ ته د بسم الله جان شینواري کړي خدمتونه ارزښتناک بللي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا خدمات به د کریکټ نړیوالې شورا لپاره تل د قدر وړ وي.

بسم الله جان شینواري خپله نړیواله لوبڅاري په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ په شارجه کریکټ لوبغالي کې پیل کړه.

شینواری د نړیوالو لوبڅارانو د آی سي سي د نړیوال پنل غړی و، چې د ۲۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو او ۲۱ شل اوریزو نړیوالو لوبو بریالۍ لوبڅاري یې کړې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ هغه متواضع او د کریکټ لپاره خدمتګار یاد کړی دی.

بسم الله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۴۱ کلونو په عمر ومړ، چې له هغه ۵ زامن او ۷ لوڼې پاتې دي.

هغوی له کرېکټ بورډ څخه د بشپړ لاسنیوي غوښتنه هم کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب