جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهداوړ: ایران کې د افغانانو ځورول او په زوره شړل شرموونکی عمل...

داوړ: ایران کې د افغانانو ځورول او په زوره شړل شرموونکی عمل دی

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۷مه』‏محسن داوړ په ایران کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ځورول، جبري اخراج او نیول شرموونکی عمل بللی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر داوړ ویلي، چې دا چاره باید د بشري حقونو نړیوالو ادارو او سازمانونو لپاره د ژورې اندېښنې لامل وي.

نوموړي پر ایراني چارواکو غږ کړی، چې په دغه هېواد کې د افغانانو حقونه خوندي کړي.

له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین هم له ایرانه د افغان کډوالو پر اخراج سخته نیوکه کړې او د دې لړۍ د بندېدو ترڅنګ یې ویلي، چې ایران ټول اصول مات کړي دي.

تېرو دوو اوونیو کې ایران لسګونه زره افغانان په جبري ډول له خپلې خاورې ایستلي چې له ځینو سره یې د پاکستاني پولیسو په څېر، د کور وسایل هم نه دي پرېيښي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، یوازې پرون دوشنبه له ۲ زره ۵ سوو زیاتې افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان راستنې کړل شوې دي.

که څه هم نړیوالو سازمانونو د ایران حکومت پرېکړې ته غبرګون ښودلی خو دا بې ساری اخراج داسې مهال دی، چې په کور دننه د ځای پر ځای کېدو د ظرفیت نه موجودیت سربېره نړیوالې مرستې محدودې شوې دي.

‏پرون 『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه』‏د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیو اف پي” ویلي چې، سږني دوبي کې نېږدې ۱۰ ملیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د خوړو نړیوال پروګرام یوازې کولای شي چې یو ملیون افغانانو ته مرستې چمتو کړي.

په دغو مرستو کې هغو کسانو ته خوراکي توکي چمتو شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب