Homeخبرونهطالبانو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه لیک ځینې برخې تایید او ځینې...

طالبانو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه لیک ځینې برخې تایید او ځینې رد کړې

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې نن وویل چې کابل د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه‌لیک هغه برخې مثبتې ګڼي چې د افغانستان د امنیت د ټینګښت، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې، خلکو ته د بشري مرستو، او د اقتصادي ودې لپاره د خنډونو لرې کولو هڅې ستایي، او له نورو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره له سیاسي سیالۍ پرته «رغنده تعامل» ولري.

په اعلامیه کې د بشري حقونو او ترهګرۍ ضد اقداماتو اړوند تورونه رد شوي او ویل شوي:

«په دې پرېکړه‌لیک کې د پخوانیو پرېکړه‌لیکونو، راپورونو او ارزونو تایید، په ځانګړي ډول د امنیت او بشري حقونو په برخو کې، او دا چې دا مستندات د استدلال بنسټ ګرځول شوي، هغه تکراري روایت ته دوام ورکوي چې د ځینو هېوادونو د فشار او سیاسي اهدافو پر بنسټ رامنځته شوی او له ځمکنیو واقعیتونو سره بې‌ارتباطه دی.»

اعلامیه زیاتوي، سره له دې چې دا پرېکړه‌لیک د افغانستان وضعیت ته اشاره لري او د طالبانو له حکومت څخه په مختلفو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کوي، خو د پرېکړه‌لیک په چمتو کولو او تصویب کې له کابل سره هېڅ مشوره نه ده شوې.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي:

«دا وضعیت د پرېکړه‌لیک د ځینو برخو د دقت او عملي‌والي پر وړاندې پوښتنې راپورته کوي.»

خو په پای کې دا هم ویل شوي:

«اسلامي امارت به د دې پرېکړه‌لیک وړاندیزونه او غوښتنې وارزوي او به ګوري چې د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې د همکارۍ کومې برخې شوني دي.»

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په لړ کې یې د طالبانو له حکومت څخه غوښتل شوي چې د بشري حقونو درناوی وکړي، نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي، او د ترهګرۍ پر ضد جدي ګامونه واخلي.

دغه پرېکړه‌لیک په ۱۱۶ مثبتو، ۲ منفي (امریکا او اسراییل) او ۱۲ سپینو رایو تصویب شو، او پر افغانستان د نړیوال تمرکز دوام څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...